1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين ـ پر ښځي بريد کوونکی څنګه ونيول شو؟

۱۳۹۵ آذر ۲۸, یکشنبه

د برلين پوليسو هغه مظنون نيولی دی چې څه موده مخکې يې د ميترو په تمځي کې يوه ښځه د زينو له پاسه غورځولې وه. وروسته له هغې چې د پيښي ويډيو په ميډیاو کې خپره شوه د پيښې د عامل د نيولو په اړه په پراخه کچه غوښتنې زياتې شوې.

https://p.dw.com/p/2UTu5
Berlin Überwachungskamera U-Bahn Hermannstraße - Angriff auf Frau
انځور: Polizei Berlin

د برلين پوليسو هغه مظنون نيولی دی چې څه موده مخکې يې د برلين ښار د ميترو په یوه ستیشن کې يوه ښځه د زينو له پاسه په لغته وهلې او لاندې یې غورځولې وه. وروسته له هغې چې د امنيتي کمرو په ذريعه د دغې  بدې صحنې  ويډيو په ميډیاو کې خپره شوه د پيښې د عامل د نيولو په اړه په پراخه کچه غوښتنې زياتې شوې.

د آلمان پوليسو هغه ۲۷ کلن سړی چې څو ورځې مخکې يې د اورګاډي يا د ميترو په يوه استيشن کې يوه ښځه د زينې د پاسه له کوم دليل پرته په لغته وهلې او لاندې یې غورځولې وه، نيولی دی. دغه کس چې د بلغاريا هيواد څخه ښودل شوی له پيښې وروسته د پولیسو تر تعقیب لاندې وو چې د شنبې په ورځ د برلين پوليسو ونيوه.

د نيول شوي کس نوم ندی ښودل شوی. پولیس وايي چې هغه يې برلين کې د اوږده واټن بسونو په يوه ستيشن کې په داسې حال کې چې لا د بس په يوه سيت کې ناست وو، نيولی دی. د برلين پوليسو د مظنون د نيولو خبر په خپله ټويټرپاڼه کې خپور کړی دی.

د برلين د څارنوالۍ دفتر يوه وياند وويل، چې دغه کسان د فرانسې د سويل څخه برلين ته په رارسيدو سمدلاسه ونيول شو.

د اکتوبر د ۲۷ مې نيټې دغه پيښه چې د (سي سي ټي وي) په یوه ويډیو کې ثبت شوې، ښيي چې يوه کس په داسې حال کې چې د بير یو بوتل يې په لاس کې دی د ميترو له لمړيو زينو څخه ښکته کيږي او يوه ښځه چې تور اسلامي حجاب يې پر تن دی تعقيبوي.

دغه کس سره چې نور ملګري هم دي، په داسې حال کې چې ښځه د ميترو دويمې زينې کې د ښکته کيدو په حال کې وي د شا لخوا هغه د ولو په منځ کې په لغته وهي چې په ډير ضرب لاندې د ميترو صحن ته پړمخ غورځيږي.

د پيښې عامل او ملګري يې له سيمې څخه ځي، خو ښکته ولاړ څو تنه ښځينه او نارينه د غورځيدلې ۲۶ کلنې ښځې مرستې ته رادانګي او د هغې لاسنيوی کوي.

د رپوټونو له مخې په پيښه کې د یادې ښځې لاس ماتيږي چې بيا روغتون ته د درملنې لپاره رسول کيږي.

په ميډيا کې د دغې ويډيو په خپريدو، په نړيواله کچه غبرګونونه وښودل شول او يو شمير کسانو حتی د عامل د نيولو لپاره انعامونه وټاکل.

پوليسو د تيرې سه شنبې په ورځ د پيښې د عامل د نيولو په باب اعلانونه خپاره کړل. چارواکيو د پيښې د اصلي عامل تر څنګ د هغو څو تنو نور ملګرو په اړه هم لټون پيل کړی چې د حملې پر وخت له ده سره ول.

آلماني رسنيو د پيښې د اصلي عامل پيژندګلوي کړې وه چې هغه د بلغاريا څخه دی او بارو يې پر دې وو چې هغه به بيرته خپل هيواد ته پرواز کړی وي.

د بلغاريا د «نووا» ورځپاڼې او د آلمان د«بیلډ» ورځپاڼې په حواله، دغه کس بلغاريا ته څيرمه «وارنا» ښار کې د خپلې ښځې او درو ماشومانو سره هستوګن وو.

«بيلد» ورځپاڼه وايي چې هغه د ورستيو څو مياشتو راپديخوا برلين کې په ساختماني چارو کې په کار بوخت وو.

بلخوا بلغاريايي رسنيو ويلي دي چې دغه کس تر دې مخکې په بلغاريا کې هم په مختلفو جرمونو لکه غلا او چاقو وهنې په جرمونو کې لاس لرلی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.01.2016):