1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين کې په زرهاؤ کسانو د مهاجرو ضد احتجاج وکړ

۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه

المان ته د مهاجرو د راتلو سره په غبرګون کې، د شنبې په ورځ شاخوا ۴۰۰۰ اعتراض کونکي د برلین ښار واټونو ته راووتل، خلک په دوه برخو ویشل شوی وو، یوه لور د مهاجرو پر پلوي او بل لور د مهاجرو ضد اعتراض کونکي ول.

https://p.dw.com/p/1ICMN
انځور: Getty Images/AFP/J. Macdougall

د پولیسو او چارواکو پر وینا د المان د ښۍ اړخي لور چې د مهاجرو سره مخالفت لري په دغو اعتراضونو کې له ځانه سره شاوخوا ۳۰۰۰ ملاتړ کونکي لرل چې دا شمیر له هغه څه چې توقع کیده زیاته وه.

په ښۍ اړخي اعتراض کونکو کې ځينې د نوي نازیانو په نوم هم یادیدل.

تر څنګ، له زرو څخه زیاتو کیڼ اړخو د ښۍ اړخو پر خلاف اعتراضونه ښکاره کړل کوم چې پر وینا یې ښي اړخي المان کې د ولسپالنې د ودي سره په ټکړ کې دي. دوي وايي ښې اړخو په ورستیو څو میاشتو کې یادو مسایلو ته ډیره لمن وهلې ده.

د لاریون پر وخت شاوخوا ۲۰۰ تنو اعتراض کونکو هڅه کولو تر څو د ښۍ اړخو د لاریون مخه ډب کړي خو د پولیسو د مداخلې په پایله کې کومه ستونزه رامنځته نشوه.

دغه لاریون د «پناه غوښتنه د بشر اساسي حق دی، نژاد مطرح ندی» تر شعار لاندې په لاره اچول شوی وو. یاد لاریون د سیاسي ګوندونو د یو اتحاد، اتحادیو، کلیساوو، کیڼ اړخي ګروپ او د المان ترکي ټولنې لخوا تنظیم شوي وو.

د لاریون لپاره شاوخوا ۱۳۰۰ تنه پولیس په دنده ګمارل شوي ول چې د ښو امنیتي تدابیرو په پایله کې په سولیزه توګه ترسره شو.

لاریون کوونکو دغه راز په پلازمینه برلین کې د کوردي پلوه ډلې لخوا په یو بل جلا لاریون کې هم برخه واخیسته.