1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برما ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سفر نتايج

۱۳۸۸ تیر ۱۴, یکشنبه

د مخالفي مشري سان سوچي سره د لیدني کتني د نه اجازې موندلو سره سره، د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون په برما کي د یو سیاسي بدلون له پاره خپله هیله له لاسه نه ده ورکړې. هغه د برما له پوځي مشر سره خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/IhXs
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: picture-alliance/ dpa

د آلمان ږغ راډیو خبریال موش بوروف سکابرما ته چي اوس په رسمي توګه دمیانمار په نامه یادیږي، د ملګرو ملتو د عمومي منشي د سفر پر نتایجو له سیمي څخه رپوټ راکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون برما ته د خپل سفر نتایج نه ډیر ښه او نه ډیر بد ګنلي دي. د شنبې په ماښام بان کي مون بنګکاک ته له رسیدو څخه وروسته وویل، که څه هم هغه ته اجازه و نه شوه چي د نوبل د سولې د جایزې له ګټونکي، سان سو چي سره وویني،خو په میانمار کي، چي اوس د برما رسمي نوم دی، د نورو سیاسي بدلونونو له پاره هیلي شته دي.


« ما له سان سوچي سره د لیدني کتني غوښتنه وکړه خو زه سخت نا امیده شوم، کله چي جنرال Than Shwe زما غوښتنه رده کړه. دا به یوه ډیره مهمه نښانه د دې لپاره وای چي حکومت په راتلونکي کال کي د باور وړ انتخاباتو له پاره رښتیا هم پاملرنه کړې ده. زه فکر کوم چي د میانمار حکومت یو ډیره ښه موقع له لاسه ورکړې چي د یوې نوي سیاسي زمانې له پاره خپل عزم او اراده د عمل په ډګر کي ثابته کړي. خو ما جنرالانو ته د نړیوالي ټولني اندېښنه په ښکاره الفاظو بیان کړه. له اونګ سان سوچي سره زما یوه لیدنه کتنه، باید زما د سفر د بریالیتوب یا نه بریالیتوب د یوازنۍنښانې په توګه و نه ګنله شي.»

بنګکاک ته له سفر څخه مخکي، چیري چي هغه د ټایلنډ لومړي وزیر او د جنوب ختیځي آسیا د دولتونو د ټولني ASEAN اوسنی رییس، Abhisit Vejjajiva، ته په برما کي د خپلو خبرو اترو په هکله معلومات ورکوي،د شنبې په ماښام د برما په پلازمېنه رنګون کي بان یو وینا ورکړه. د ډیپلوماټانو، حکومتي غړو او دغیر حکومتي سازمانونو په وړاندي وینا کي د ملګرو ملتو عمومي منشي په راتلونکي میلادي کال کي د آزادو او عادلانه انتخاباتو د سرته رسیدو له پاره هیله څرګنده کړه.

د خپلي وینا په پای کي هغه وویل، چي د برما د پوځي مشر رییس، جنرالThan Shwe په برما کي د ډیموکراسۍ په لور د چټکو ګامونو د اخیستو ژمنه وکړه.

«جنرال Than Shwe ما ته څو ځلي ډاډ راکړ، چي د هغه حکومت هوډ کړی چي په راتلونکي کال کي به د باور وړ انتخابات سرته رسول کیږي. هغه به یوه ملکي حکومت ته قدرت سپاري. هغه وویل، کله چي زه بل ځل میانمار ته سفر کوم، هغه ښايي يو ملکي سړی وی.»

د اونګ سان سوچي، د ډیموکراسۍ له پاره ملي تړون، ښايي اجازه ونه لري چي د راتلونکي کال په انتخاباتو کي ګډون وکړي. مخالف سیاستوالان او جلا وطنه برمایان اټکل کوي، چي پوځیان د اونګ سان سو چي،پر ضد د دعوا سره په اقداماتو لاس پوري کوي ترڅو دغه مشهوره مخالفه مشره په انتخاباتو کي د ګډون له پاره اجازه پیدا نه کړي.

پر 64 کلني باندي تور لګلول شوی، چي ګواکي په خپل کور کي يې د نظر بند مقررات مات کړي دي او که چیري فیصله صادره شي، ښايي تر پنځو کلونو پوري قید ورباندي راووزي.

Musch-Borowska/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل