1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برهان الدين رباني په کابل کي خاورو ته وسپارل سو

۱۳۹۰ مهر ۱, جمعه

د افغانستان د سولي د عالي شورا رئيس برهان الدين رباني چي د سه شنبې په ورځ په يوه ځانمرگي بريد کي وژل سوی ؤ، په کابل کي خاورو ته وسپارل سو. کرزي یو ځل بيا خپل هوډ څرگند کړی چي د سولي لپاره حکومتي هلو ځلو ته به دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/12f4c
د برهان الدين رباني وروستي مراسم
د برهان الدين رباني وروستي مراسمانځور: DW

افغان ولسمشر حامد کرزي د برهان الدين رباني د وروستيو مراسمو په وخت ويلي دي چي افغان حکومت به د سولي رامنځ ته کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. د جمعې د ورځي پدغو مراسمو کي په زرگونو ماتم کوؤنکو گډون کړی ؤ چي پکښي د يو شمېر حکومتي چارواکو د رباني د تنظیم جميعت غړو هم گډون کړی.

رباني چي د 1992 او د 1996 مېلادي کلنو تر منځ د افغانستان ولسمشر ؤ، وروستۍ رسمي دنده يې د سولي د عالي شورا رياست ؤ. نوموړی د سه شنبې په ورځ د کابل په وزيراکبرخان کي په ځانمرگي بريد کي وژل سوی ؤ.

رباني په افغانستان کي د 2001 کال راهيسي په ترور کېدونکو کي تر ټولو لوړ پوړی کس ؤ. رباني چي د جميعت گوند اوږمهاله مشر تېر سوی ؤ د طالبانو د ريژيم د راپرځېدو وروسته د امريکا مهمه ټلوالی بلل کېدی.

د رباني د وژنې څخه تر مخه په کندهار کي د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمدولي کرزي وژنه رامنځ ته سوې وه چي د هغې لړۍ وروستۍ کړې وه چي له مخي يې لوړ پوړي افغان چارواکي ترور سوي دي.

د رباني په وروستيو مراسمو کي د وينا پر وخت حامد کرزي وويل:

« د شهيد استاد (رباني) او د خپلواکۍ د نورو شهېدانو ويني دا غوښتنه کوي چي د سولي لپاره تلاښ ته ادامه ورکړل سي. موږ به د سولي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو چي همدغه د شهيد استاد غوښتنه او هيله هم وه. خو په عيني حال کي موږ د سولي د دُښمنانو د له منځه وړلو دنده هم لرو.»

د وژل سوي جسد د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د وروستي خدای په امانۍ لپاره ايښودل سوی ؤ. پدې ترځ کي په ټول کابل کي سخت امنيتي گامونه پورته کړل سوي ول او په زرگونو پوليس د ممکنه وسله وال بريدونو او د بې نظمۍ د مخنيوي لپاره مؤضف کړل سوي ول.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض