بروکسل: د اروپا د بهادارو اوراقو پر سر اختلافات موجود دي
۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبهاعلان
په بروکسل کښي د اروپايي ټولني د سرمشریيزي پر مهال د اروپا د پوروړيتوب له بحران څخه د راوتلو د يوې وسيلې په حيث پر بهادارو اوراقو باندي ډير بحثونه وسول.
د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل ټینګار وکړ چي د يورو بهاداره اوراق د اروپايي ټولني له تړون سره په ټکر کښي دي او سربيره پر هغه د ودي او پرمختګ سبب هم نه کيږي.
خو بيا برعکس د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند يووار بيا د اروپا د ګډو بهادارو اوراقو په طرفدارۍ خبري وکړې.
بيا د يونان په موضوع کښي د اروپايي ټولني مشرانو خپل وحدت ښکار کړ . دوی وويل چي دغه هيواد بايد د يورو په زون کښي پاتې سي خو بايد د سپما پروګرام ته دوام ورکړي.