بروکسل غواړي اروپا ته ۵۰۰۰۰ نور مهاجر راولي
۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبهددې له پاره چي دغیرقانوني مهاجرو راتگ محدود سي، د اروپايي ټولني کمیساري غواړي په راتلونکو دووکلونو کي دلږترلږه ۵۰۰۰۰ نورو مهاجرينو له پاره اروپا د قانوني راتگ امکانات برابرکړي.
د کمیسارۍ ددغه وړانديز پراساس جرمني او نور اروپايي هیوادونه کولای سي، له دغه سیسټم سره په آزادانه ډول یوځای سي. لکه څنگه چي د کمیسارۍ مسؤلو کسانو نن چهارشنبې په بروکسل کي ویلي دي، ددغه راتگ څخه به تر ټولو ډیر د نایجر، سوډان، لیبیا، مصر، چاد او ایتوپیا مهاجر گټه واخلي.
هغه هیوادونه چي دغه اشخاص قبلوي، د هر یوه پرسر به د اروپايي ټولني له بودجې څخه ۱۰۰۰۰ یورو ورکړل سي. د دغي پروژې له پاره مجموعأ ۵۰۰ ميلیونه یورو ځانگړي سوي دي.
د اروپايي ټولني کمیساري غواړي په دې وسیلې سره د دریمو هیوادو څخه په مستقیم ډول د مهاجرو د قبولۍ یو نوی میکانیزم جوړ کړي. د اوسني میکانیزم پراساس اروپايي هيوادونو د ۲۰۱۵م کال له جولای میاشتي راهیسي تقریبأ ۲۳۰۰۰ کسان منلي دي.
زموږ له ارشيف څخه: