1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بروکسل: له اصلاحاتو پرته به يو بل يونان ته مرستي ورنه کړل سي

۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/13xKa

د يورو د پولي واحد د غړو هيوادونو مشر او د لکسمبورگ لومړي وزير جان کلاوډې ينکر يونان ته گواښ کړی دئ چي که اړين اصلاحات رامنځ ته نه کړي نو د اروپايي ټولنې اقتصادي مرستي به ورباندي بندي سي.

ينکر دېر شپيگل مجلې ته ويلي دي چي يونان بايد له نورو هيوادونو څخه د اقتصادي مرستو تمه ونه لري. د يورو پولي واحد مشر ينکر ويلي دي چي که پر يونان اقتصادي مرستي ودرول سي نو به مجبوره سي چي په مارچ مياشت کي دولتي ډېواليتوب اعلان کړي.

د ينکر په وينا دا ډول يو گواښ بايد و يونان ته دا پياوړتيا ور په برخه کړي چي اړين اصلاحات ژر رامنځ ته کړي. د يونان هيواد د يورو پولي واحد غړی هغه هيواد دئ چي د پور له سخت بحران سره مخامخ دئ.