1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا پارلمان پر سوريې بريد رد کړ

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۸, جمعه

بريتانيا به پر سوريې باندي په احتمالي پوځي بريد کي برخه نه واخلي. د بريتانيې ولسي جرگې د دې مخه نيولې ده. باراک اوباما وايي چي د سوريې په تړاو به يې پرېکړه د امريکايانو پر دلچسپۍ ولاړه وي.

https://p.dw.com/p/19YrW
Britain's Prime Minister David Cameron is seen addressing the House of Commons in this still image taken from video in London August 29, 2013. Cameron said on Thursday it was "unthinkable" that Britain would launch military action against Syria to punish and deter it from chemical weapons use if there was strong opposition at the United Nations Security Council. REUTERS/UK Parliament via Reuters TV (Foto: Reuters) / Eingestellt von wa
David Cameron / Parlament / Unterhaus / Syrien-Konfliktانځور: Reuters

د بريتانيا پارلمان د لومړي وزير ديويد کامرون له خوا پر سوريې باندي د پوځي بريد پر ضد رايي ورکړې. د کامرون د غوښتني په حق کي ۲۷۲ او پر ضد يې ۲۸۵ استازو رايي ورکړې. تر دې دمخه کامرون دا روښانه کړې وه چي د بريد موخه به په سوريه کي د ولسمشر بشارالاسد پرځول نه بلکي د هغه د رژيم له خوا د زهرجن گاز د استعمال پر ضد يو مجازاتي عمل وي. خو د اپوزيسيون تر څنگ پخپله د کامرون د محافظه پال گوند يو شمېر غړو هم څرگند ثبوتونه وغوښتل چي هغه وړاندي نه کړای سول.

د امنيت په شورا کي اختلاف

د بريتانيا لومړي وزير په ولسي جرگه کي تر رايې اچونې وروسته خپله ماته ومنله. هغه وويل چي «پارلمان په خپله رايه اچونه کي وښودله چي د بريتانيا پوځي عملياتو په حق کي نه دي.» کامرون زياته کړه چي د پارلمان د پرېکړي احترام کوي او په روڼا کي به يې راتلونکي اقدامات وسنجوي. تر دې دمخه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي په يو مشترک غبرگون تفاهم ته نه وه سره رسيدلي.

رسنۍ: اوباما يوازني اقدام ته چمتو دی

د امريکا متحده ايالتونو د ملي امنيت شورا وياندي کايتلين هايدن ويلي دي چي واشنگټن ته د بريتانيا پارلمان پرېکړه رسېدلې ده. هغې زياته کړه چي واشنگټن په لندن کي د حکومت سره په تماس کي دی. خو هايدن وويل چي ولسمشر باراک اوباما، به خپله پرېکړه پر دې بنسټ وکړي چي «د امريکا متحده ايالتونو ښېگڼه په څه کي ده.»

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يو راپور له مخي ولسمشر اوباما، پر سوريې باندي په يوازي سر و پوځي اقدام ته چمتو دی. په دغه راپور کي د حکومتي منابعو د معلوماتو پر اساس ويل سوي دي چي اوباما به د احتمالي پوځي اقدام په ترڅ کي بريتانيا ته انتظار ونه کړي.

په سوريه کي د زهرجن گاز په اړه د اوباما غبرگون
په سوريه کي د زهرجن گاز په اړه د اوباما غبرگونانځور: Reuters

د متحده ايالتونو د ملي امنيت شورا وياندي هايدن، ويلي دي چي اوباما په دې يقين لري چي د هيواد مرکزي لېوالتياوي يې مطرح دي. هغې زياته کړې ده چي اوباما په دې باور دی چي هغه هيوادونه چي د نړيوالو قوانينو پر ضد يې عمل کړی دی بايد مجازات سي. ويل سوي دي چي د حکومتي گوند او مخالف گوند استازو ته به په يوه تليفوني کنفرانس کي هغه ثبوتونه وړاندي سي چي د زهرجن گاز په استعمال کي د بشارالاسد رژيم ښکېلتيا ثابتوي. زياته سوې ده چي د اوونۍ تر پايه پوري به امريکايي اولس هم له حکومتي پرېکړي څخه خبر کړل سي.

آلمان د دپلوماتيک حل پلوي کوي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پنجشنبې په ورځ په خپله لهجه کي نرمي وښووله. تر دې مخه اولاند هم د بريتانيا د لومړي وزير دېويد کامرون په شان د پوځي غبرگون پلوي کوله. اولاند د سوريې د حکومتي مخالفينو د اتحاد له رئيس سره تر ليدنې وروسته صرف دا غوښتنه وکړه چي نړيوال بايد يو وړ غبرگون وښيي.

په عيني حال کي د آلمان لومړۍ وزيره انگېلا مېرکل د قضيې د د پلوماتيک حل له پاره هڅي کوي. د مېرکل او روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تر منځ تر تليفوني خبرو وروسته وويل سول چي دواړه اړخونه په دې باور دي چي دپلوماتيک حل ممکن دی. خو مېرکل په هغه صورت کي د وړ غبرگون غوښتنه کړې ده، چي که ثابته سي چي په رشتيا هم د زهرجن گاز د بريد تر شا د سوريې د رژيم لاس وو.

د سوريې پوځ چمتو والی نيسي

په دمشق کي د ملگرو ملتونو د کيمياوي وسلو پلټونکي د جمعې په ورځ خپلې څلور ورځنۍ پلټنې پای ته رسوي. دغه پلټونکو د دمشق په شاوخوا کي د زهرجن گاز د استعمال ثبوتونه لټول. له سوريې څخه تر وتلو وروسته به دغه پلټونکي خپل راپور د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته وړاندي کړي. هغه نمونې چي دوی يې د ځان سره لري په اروپايي لابراتوارونو کي به معاينه سي.

په عيني حال کي د اسد مخالف وسله والو ويلي دي چي حکومتي ځواکونو د لوېديځ هيوادونو د احتمالي بريد له پاره چمتو والی نيولی دی. دوی ويلي دي چي سوريايي پوځ د دمشق و سويل ته په لسونو سکاټ توغندی انتقال کړي دي.