1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا افغان بنديان محلي چارواکو ته سپاري

نجيب الله زيارمل (dpa, دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د بريتانيا پر حکومت باندي تر نیوکو وروسته اوس دغه هيواد ويلي دي، چي افغان بنديان به محلي چارواکو ته وسپاري. مخکي د بريتانيا حکومت په افغاني زندانونو کي د خراب وضعيت له کبله د بنديانو سپارل نه منل.

https://p.dw.com/p/18l0V
CAMP BASTION, AFGHANISTAN - JULY 15: British soldiers from the 13th Air Assault Support Regiment test their machine guns prior to an operation to deliver supplies to several British Army Forward Operating bases (FOB) in Helmand Province on July 15, 2008 at their base in Camp Bastion in Helmand Province, Afghanistan. The 13th Air Assault Support Regiment provides logistic support to the multi-national force in Helmand Province. The British drivers navigate hostile desert terrain to deliver combat supplies, ammunitions, food, water and engineering equipment. During a recent operation, drivers spent 48 hours avoiding enemy forces, mine fields and indirect fire. On return to Camp Bastion, vehicles are serviced immediately for further operations leaving little recreational time for the British soldiers who work in heat reaching 54 degrees celcius and drive on terrain without recognizable roads. (Photo by Marco Di Lauro/Getty Images)
Britische Soldaten in Camp Bastion Afghanistanانځور: Getty Images

د بريتانيا د دفاع وزير فيليپ هاموند د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۶) په لند کي وويل چي دا بايد روښانه وي، چي په زندانونو کي له بنديانو سره بد چلند نه کيږي.

هغه وويل: «د مثال په توگه په زندان کي بايد د پوليسو له خوا له بنديانو سره زورزياتی نه وي.» فيليپ هاموند وويل، چي د يوې مياشتي په بهير کي به افغان بنديان افغاني زندانونو ته انتقال سي.

تر دې مخکي په بریتانیاوي رسنیو کي داسي راپورونه خپاره سوي ول چي په افغانستان کې میشتو انګلیسي ځواکونو له ۸۰ څخه تر۹۰ تنو پوري افغانان په غیر قانوني توگه د (بوستون په کمپ) کي بنديان کړي دي.

هغه مهال د بريتانيا د دفاع وزیر فليپ هاموند ویلي ول چي د پوځ دغه کار یې قانوني دی او ټينگار ئې کړی وو چې د دغو زندانیانو او په افغانستان کې د بريتانيايي ځواکونو د اډې په اړه تل شفافیت موجود وو.

د بريتانيا د دفاع وزير پيليپ هاموند
د بريتانيا د دفاع وزير پيليپ هاموندانځور: picture-alliance/dpa

هاموند د بندي افغانانو په اړه ويلي ول: «پر دغو کسانو باندي د بریتانیاوي سرتیرو د وژلو تورونه لګول کیږي. پر هغوی باندې همداراز د سړک د غاړې ماينونو د ځای پر ځای کولو او یا دغه کار ته د لاري د اوارولو شکونه هم کیږي.»

هغه مهال یو شمېر بريتانيايي رسنيو د هغې له ډلي بي بي سي، په افغانستان کې د انگلیسي ځواکونو په کمپ کې چې «بوستون کمپ» نومیږي د بندي کسانو د وکیلانو ادعا وي خپرې کړې چې گويا یو شمیر مؤکلان یې له ۱۴ میاشتو راهیسي بې له دې چي کوم تور ورباندي ولگول سي، بندیان دي.

دغو وکیلانو ادعا کړې وه، چي د کمپ بوستون زندان د امریکا متحده ایالاتو له ګوانتانامو زندان سره د پرتلي وړ دئ.

د یوه زنداني وکیل فیل شاینر، په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه، چي د انګلستان پارلمان ته هم په «بوستون کمپ» کې د یوه زندان د موجودیت په اړه معلومات نه وو ورکړل سوي. خو هاموند دغه ادعا رده کړه او ویې ویل چي د بريتانيا پوځ د بوستون کمپ په اړه د دغه هیواد پارلمان ته شفاف معلومات ورکړي دي.

هاموند ويلي ول چي بريتانيا غواړي دغه بندیان افغانانو ته وسپاري خو تر اوسه پوري ئې ځکه له دې کار څخه ډډه کړې ده چي د زندانیانو د امنیت په اړه اندیښنه لري.