1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا ته د تلونکو مهاجرو کښتۍ ډوبه شوې، ۳۱ کسان مړه دي

۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبه

په مانش کانال کې د چهارشنبې په ورځ ۳۱ مهاجر هغه مهال مړه شول چې کښتۍ يې په اوبو کې ډوبه شوه. د فرانسې حکومت دغه پیښه یوه تر ټولو ستره غمیزه ښودلې ده. د قربانيانو هویت نه دی ښودل شوی.

https://p.dw.com/p/43Rir
Migranten ertrinken beim Überqueren des Kanals nach Großbritannien
انځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

د فرانسې د کورنیو چارو وزير ګیرالد دارمانان وويل، ګمان دا دی چې په کښتۍ کې ۳۴ کسان سپاره ول. اسوشتید پریس خبري آژانس په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپل رپوټ کې ويلي دي چې چارواکو د ۳۱ تنو مړي موندلي، ۲ کسان ژغورل شوي او یو کس لاردکه دی. د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د فرانسې د کورنیو چار وزارت دا پر خرابو لارو د مهاجرتونو په جريان کې تر اوسه پورې تر ټولو ستره غميزه بللې ده.

رپوټ زياتوي چې د فرانسې او بریتانيا يو لوی ګډ ماموریت د چهارشنبې ورځې تر ناوخته په سیمه کې لټون ته ادامه ورکړې ده.

د فرانسې داخله وزير د فرانسي د کالاس ښار په بندر کې خبريالانو ته وویل چې ډوبې شوې کښتۍ سره په تړاو څلور تورن کسان نيول شوي دي. زیاته شوې ده چې ځايي څارنوالۍ هم تر دغې پيښې وروسته تحقیقات پيل کړي دي.

Migranten ertrinken beim Überqueren des Kanals nach Großbritannien
د فرانسې حکومت دغه پیښه تر ټولو لويه غمیزه بللې دهانځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

دارمانان پر دغې پيښې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده: «دا د فرانسې، اروپا او بشريت له پاره د ماتم ورځ ده چې په سمندر کې د دغو خلکو مړي وينو.»

هغه له بریتانيا سره د همغږۍ په غوښتنې سره وويل چې «ځواب هم باید د لويې بریتانیا له خوا ورکړل شي.»

د فرانسې داخله وزیر په همدغو اوبو کې په تیر وخت کې د مهاجرو د وژونکو پيښو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې «جنايتکار قاچاقچیان» په دې کار سره د زرونو انسانانو ژوند په خطر کې اچوي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون په دې اړه د حکومت د بحران کمېټې يوه غونډه راوبلله او د فرانسې د کورنیو چارو وزارت بیا د کالاس ښار روغتون ته ولاړ تر څو له ژغورل شوو مهاجرو سره وګوري. جانسون وويل چې دغې پیښې ورته سخت«ټکان» ورکړی دی، حيران شوی او ژور خپګان کې لويدلي دي.

د مانش کانال يو له هغو مشهور لارو څخه ده چې مهاجر ورباندې له فرانسې څخه د بريتانيا پر لور سفرونه کوي. دواړه هيوادونه له اوږدې مودې راهیسې پر دې موضوع چې څنګه پر دغو خطرناکو لارو د مهاجرتونو مخنیوي وکړي د نظر اختلاف لري او په دې برخه کې يو بل د لازمو اقداماتو په نه ترسره کولو تورنوي.

Frankreich | Migranten erleiden Schiffbruch in Calais
فرانسوي چارواکو په کالاس بندر کې وویل چې د چهارشنبې ورځې د کشتۍ ډوبیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي ديانځور: Marc Demeure/La Voix Du Nord/PHOTOPQR/MAXPPP/dpa/picture alliance

د کالاس او بولون بندر مشر، ژان مارک پویسيسو اسوشتيد پریس ته وويل چې هغه له يوه ژغورل شوي کس سره چې څو مړي يې د کالاس بندر ته راکښلي ول خبرې کړې دي. هغه وويل: «قاچاقبران قاتلين دي.» هغه زیاته کړه چې دوی اندېښنه درولوده چې داسې یو څه به پيښيږي لکه اوس چې شوي دي.

پر خطرونو سربيره، په روان کال کې د مانش کانال له لارې بریتانيا ته په وړو کښتیو کې مهاجرتونو ډير شوي دي. په روان کال کې څه باندې ۲۵۷۰۰ کسان په دغو کښتيو کې پر دغې لار خطرناک سفرونه کړي چې دا شمیر د تیرکال (۲۰۲۰) په پرتله ۳ برابره ډېر دی.

د موسم په تغییریدو چې د سمندر اوبه سړې شوي په وړو کشتيو کې سفرونه چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم سپاره وي، نور هم خطرناک شوي دي. د فرانسې داخله وزير وويل چې دوی سخت کار کوي تر څو د دا ډول مرګونو مخنيوی يې کړي وړي. هغه وويل چې دوی د روان ميلادي کال له پیل راهیسې ۷۸۰۰ کسان ژغورلي او يوازې د چهارشنبې په ورځ يې د ۶۷۱ تنو مخه نيولې چې غوښتل يې پر دغې لارې سفر وکړي.