بريتانيا خپله يوه بله جنګي بيړۍ د فارس خليج ته استوي
۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبهد فارس خليج او په ځانګړي توګه د هرمز تنګي په اوبو کې د تيل وړونکو کشتيو د امنيت له پاره د امريکا متحده ايالاتو سمندري ځواکونو په مشرۍ، يو ماموريت د جوړيدو په حال کې دی. متحده ايالاتو ويلي چې ديرشو هيوادونو په دغه نړيوال سمندري ماموريت کې د ګډون له پاره خپل تياری ښودلی دی.
اوس ويل کيږي چې بريتانيا هم غواړې د فارس خليج په اوبو کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.
رويټرز خبري اژانس د شنبې ورځې په ماښام(د اګست ۲۴مه) له لندن څخه د يو رپوټ په خپرولو، د فارس خليج اوبو ته د بريتانيا د يوې بلې جنګي بيړۍ د استولو خبر ورکړ.
ويل کيږي چې د فارس خليج په اوبو کې د بريتانيا د پوځي حضور ډيريدل، په دغې سيمه کې د تلونکو راتلونکو کشتيو د امنيت د تامين په موخه ترسره کيږي. سيمې ته د بريتانيا د بلې جنګي کشتۍ د استولو خبره، د دغه هيواد د دفاع وزارت کړی ده.
د بريتانيا د دفاع وزارت له لوري دغه کشتۍ د «ستينا امپرو» کشتۍ د توقيف په غبرګون کې هم استول کيږي. ستينا امپرو يوه بريتانوۍ تيل وړونکې کشتۍ ده چې د ايران سپاه پاسداران له خوا توقيف شوې چې تر اوسه نه ده خوشې شوې.
سپاه پاسداران دغه کشتۍ د جولای مياشتې په ۱۹مه توقيف کړې ده. ويل کيږي چې ايران دغه بريتانوۍ کشتۍ د خپلې «ګريس ۱» تيل وړونکې کشتۍ د توقيف په غبرګون کې توقيف کړې ده. ګريس ۱, د ايران د تيلو يوه ستره لیږدونکې کشتۍ ده چې په جون مياشت کې د بريتانيا سمندري ځواکونو په مرسته د جبل الطارق په اوبو کې توقيف شوه. بريتانیا د هغې د توقیفولو دلیل د اروپایي اتحاديې د تحریمونو نقضول او سوريې ته د تيلو ليږد ښودلی دی.
که څه هم دغه کشتۍ تر ۴۵ ورځو وروسته بيرته خوشې شوه خو وروسته د امريکا متحده ايالاتو يوې محکمې يې د بيا توقيف امر ورکړی دی.
تيره ورځ په رپوټونو کې ويل شوي ول چې ګریس ۱ چې اوس يې نوم «آدریان دريا۱» ته اړولی دی، د ترکيې يوه بندر پر لور خوځيدلې ده. امريکا متحده ايالاتو دغه راز يونان او قبرس ته خبرداری ورکړی چې دغې کشتۍ ته په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورنکړي. یونان د مخه د متحده ایالاتو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.