1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا: طالبان پر افغانستان حاکم دي موږ بیرته هلته نه ځو

۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبه

طالبانو پر افغانستان باندې کنټرول ترلاسه کړی، بریتانیا او ناټو به د هغوی پر ضد جګړې له پاره بیرته افغانستان ته ستانه نشي. دغه خبره د بریتانیا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۶مه) کړې ده.

https://p.dw.com/p/3z23P
Afghanistan I Lage in Kabul spitzt sich zu I 15.08.2021
انځور: Leading Hand Ben Shread/Ministry of Defence/AP/picture alliance

د بریتانيا دفاع وزیر، بن والاس سکای نیوز ته وویل: «زه منم چې طالبان پر دغه هیواد [افغانستان] باندې کنترول لري.» له لندن څخه د رويټرز لیکي چې والاس زیاته کړه: «زما هدف دا دی چې د دې اړتیا نشته چې تاسو یو سیاسي کارپوه واوسئ تر څو دې ټکي ته مو پام شي چې موږ چيرته یو.»

د بریتانیا له دفاع وزیر څخه پوښتنه وشوه که چيرته بريتانیا او ناټو بیرته افغانستان ته مخه کړي، هغه يې په ځواب کې وويل: «په کارټونو کې دا شی نشته... موږ د بیرته راستنیدو په حال کې يو.»

والاس زیاته کړه چې د کابل هوايي ډګر امن دی او بریتانيا ټول اقدامات ترسره کړي، تر څو وشي کړی خپل اتباع او هغه افغانان چې بریتانیا سره یې کار کړی، رانتقال کړي دي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه: «زموږ هدف په ورځ کې د ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کسانو راوښکل دي. البته زموږ د الوتکو وړتيا ته په کتو سره، او موږ به دغه بهیر جاري ساتو.»

Afghanistan I Lage in Kabul spitzt sich zu I 16.08.2021
طالبان په کابل ښار کېانځور: Gulabuddin Amiri/AP/picture alliance

بریتانیا په کابل کې خپل سفارت د کابل له ښار څخه هوايي ډګر ته راانتقال کړی دی. والاس د دې پوښتنې په ځواب کې چې دی په کابل کې د بریتانيا د سفارت ودانۍ پر سر د طالبانو د بیرغ رپيدل ويني څه احساس کوي، وويل: «په سيمبوليکه توګه دا هغه څه نه دی چې زموږ له ډلې دې هیڅ يو وغواړي.»

د بریتانیا دفاع وزیر وویل اوس د دغه تصمیم له پاره مناسب وخت نه دی، چې آیا طالبان دې د افغانستان حکومت په توګه په رسمیت وپيژندل شي.

هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم له دغه تصمیم څخه مخکې ډیر نور څه شتون لري.»

د پوډين (يو ډول فريني) تصدیق به د هغوی له عمل څخه څرګند شي نسبت خبرو ته.

 آ/م.ک.ص./ا.ا.