1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرسته کوي

۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16R1P

د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې بارونس سعیدې وارسي، د شې شنبې په ورځ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال وویل چې هیواد به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې سرتیري و نه لري خو له دې هیواد سره به خپلې مرستې جاري وساتي.

هغې وویل چې انگلستان به د توکیو او شیکاگو په کنفرانسونو کې د شوو ژمنو په قالب کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې زیاته چې نړیوالې ټولنې شل کاله مخې یوه اشتباه کړې وه او بیا به دغه اشتباه تکرار نه کړي.