1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا د اروپا په اتحادیه کې له تجرید سره مخامخه ده

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

په داسې حال کې چې د اروپا د اتحادیې ۲۶ غړو د آلمان او فرانسې په نوښت د اروپا د اتحادیې په تړون کې له تعدیل سره موافقه وکړه، د بریتانیا صدراعظم هغه سره مخالفت وکړ، او وویل چې بریتانیا په اروپا کې واحد پولي سیستم نه غواړي.

https://p.dw.com/p/13QP1
د اروپا په تړون کې نوښت د آلمان او فرانسې لخوا وړاندیز شوی دی
د اروپا په تړون کې نوښت د آلمان او فرانسې لخوا وړاندیز شوی دیانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان صدراعظمه، انګلا مرکل، بالاخره وتوانیده چې د اروپا د اتحادیې په وروستۍ سر مشرایزه کې د یوې «مالي اتحادیی» د جوړیدو فکر ته تر زیاتې کچې عملي جامه ورواغوندي. یواځي بریتانیا د هغې له دا ډول فکر سره مخالفت وکړ. اوس غټه پوښتنه دا ده چې دغه «نوې مالي اتحادیه» به وکړای شي چې د نړۍ مالي بازارنه له روان کړکیچ څخه وژغوري او که نه؟

د اروپا د شورا مشر، هیرمن فان رومپای، د نوې مالي اتحادیې څخه یوه مثبته ارزونه وکړه. د اروپا اتحادیه اوس ۲۷ غړي لري. بریتانیا یواځينی هیواد دی په نوې مالي اتحادیې کې یې د ګدون څخه ډډه کړې.

د اروپا د اتحادیې په چوکاټ کې دغه نوی جوړښت وروسته له هغې رامنځ ته شو چې د ایرو د حوزې غړي هیوادونه له یو لړ مالي کړکیچونو سره مخامخ شول او له هغه سره د ایرو د پایښت په وړاندې ګواښ رامنځ ته شو. د ایرو د حوزې ۱۷ هیوادونو او دغه راز د اروپا د اتحادیې نهه نورو غړو هیوادونو پریکړه وکړه چې په دې جوړښت کې برخه ولري.

دغه نوی جوړښت له غړو هیوادونو څخه غواړي چې په خپلو ملي بودجو باندې ټینګه څارنه ولري او باید د پوروړتوب پوله وپیژنی. په نوي جوړښت کې روښانه شوې چې هیوادونه باید له هغې اندازې څخه زیات پور وا نه خلي چې ملي عواید یې ورته اجازه کوي.

اوس د پور اخیستو کچه د ملي ناخالص عاید ۵.۰ سلنی ته راکښته کړای شوې ده. تر اوسه پورې دغه کچه درې سلنه وه. سر بیره پر دې د «مالي اتحادیې» بله پریکړه دا ده چې که چیرې یو هیواد له خپلې ټاکلې پولې څخه ډیر پورونه تر لاسه کړي نو هغه باید په اتوماتیکه توګه سزا وویني.

دا وړاندیزونه ټول د آلمان د صدارعظمی، انګلا مرکل، او د فرانسې د ولسمشر، نیکولای سارکوزي، له خوا وشول او هغوې وتوانیدل چې پرته د بریتانیا له صدراعظمؤ، دیوید کمرون، څخه نور ټول غړي هیوادونه قانع کړي. مرکل د اروپا د اتحادیې دغه سرمشریزه د ۲۰۱۱ کال لپاره یو بریالیتوب وګاڼه.

د ۲۰۱۲ کال تر مارچ پورې د اروپا د اتحادیې دغه نوی تړون باید د غړو هیوادونو له خوا لاس لیک شي او د ۲۰۱۲ کال تر پایه باید نافذ شي.

د بریتانیا صدراعظم د خپلې «ویتو» یا فسخی له حق څخه په استفادې سره د اروپا د اتحادیې په اصلي تړون کې د دغه نوې بدلون مخه ونیوله، خو وویل چې سره له دې هم د هغه هیواد د اروپا په اتحادیې کې پاتې کیږي. هغه وویل چې د اروپا لپاره یو ګډ پولې واحد نه غواړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش