1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې د داعش پر ضد د بريتانیا د هوایي بریدونو پیل

۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه

بریتانیایي هوایي ځواکونو تر هغه وروسته په سوریه کې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل چې د دغه هیواد پارلمان د دې ډلې بمبارولو ته مثبته رایه ورکړه.

https://p.dw.com/p/1HGDE
انځور: picture alliance/empics

دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا لا له یوه کال راهیسې په عراق کې د «اسلامي دولت» پر ضد بمباري کوي خو د دغه هیواد پارلمان په سوریې کې د اسلامي دولت پر مورچلونو د بمباریو پریکړه د چهارشنبې (د دسامبر ۲مه نېټه) په ورځ تر لسو ساعتونو بحث وروسته وکړه.

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون، ویلي دي چې په سوریې کې د «اسلامي دولت» پر ترهګرو بمباري به په انګلستان کې بریتانیاویان خوندي کړي.

د پارلمان له خوا تر دې پریکړې یو څو ساعته وروسته، د بریتانیا د دفاع وزارت په سوریې کې د اسلامي دولت پر ضد لومړی هوایي برید تایید کړ.

په سوریې کې د هوایي بریدونو په اړه پریکړه تر څو ساعتونو بحث وروسته، وشوه. کامرون وویل چې هغه د سوریې له پاره خپل پلان د عیني شرایطو له مخې جوړ کړی دی. هغه وویل: «پوښتنه دا ده چې آیا موږ له خپلو ملګرو سره یو ځای کار کوو ترڅو هغه ګواښونه کم او یا هم له منځه یوسو چې دغه ترهګره ډله یې له خپلې اصلې اډې څخه د بریتانیا د وګړو پر ضد پلانوي او یا دا چې موږ لاس تر زنې لاندې کښینو ترڅو هغوی پر موږ برید وکړي.»

له بلې خوا بیا په بریتانیا کې یوه ترسره شوې سروې ښیي چې د دغه هیواد وګړي په سوریې کې پر اسلامې دولت باندې د بریدونو پر موضوع سره ویشل شوي دي. دغه سروې ښيي چې د پوښتل شويو کسانو له ډلې څخه ۴۸ سلنه یې په سوریې کې د اسلامي دولت پر ضد د بریدونو پلویان دي او ۳۱ سلنه نور یې بیا د هغه مخالف.

آژانسونه