1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برېمن ته لنډه کتنه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د برېمن ايالت پر يوه وړه ټوټه مځکه او دو ښارونو مشتمل دی. پدغه واړه ولايت کي د بندراوبه ستر رول لوبوي...

https://p.dw.com/p/Hstp
د بريمن ښاروالۍ ودانۍ
د بريمن ښاروالۍ ودانۍانځور: AP

پداسي حال کي چي د بندري ښاربرېمن د اوسېدونکو شمېر 660000 دی، دغه د المان تر ټولو کوچنی ولايت دی. د بندري ښارونو د غړي ښارپه توگه د برېمن تجاران ډېر بډايه سوي وه. د ښار د خپلواکۍ سمبول هغه مجسمې ته ويل کيږي چي لس متره جگه ده او د ډبريز رولانډ نوم لري. د برېمن دغه نخښه تر اوسه پوري لا د ښار په مينځ کي ولاړه ده.

دوه ښارونه برېمن او برېمرهافن

د برېمن په ايالت کي د برېمن تر څنگ د برېمر هافن ښار هم شامل دی، کوم چي د برېمن په شمال کي په 60 کلومترۍ واقع دی او په شمالي بحيره يو بندر لري. دښارونو گډه ښاروالي په برېمن کي ده. برېمر هافن د هامبورگ وروسته د المان تر ټولو مهم بندري ښار او پدې توگه د هيواد د اقتصاد لپاره دويم مهم ښار دی.

د اقتصاد لپاره اهم بندر

معلوماتي جدول

664000

نفوس

400 کلوميتره مربع

احاطه

برېمن

د ايالت پلازمېنه

1.1.1947

د منځ ته راتلو نېټه

کښتۍ ، بندر، ټرانسپورټ او لوجسټک

مهمې اقتصادي څانگي

په برېمن کي هر څلورم وگړی د بندر په برکت روزگار لري. ددغه ايالت د اقتصاد لپاره پخوا د کښتۍ جوړونې او اوسپنې صنعت ډېر مهم و خو اوس دغو څانگو خپل اهميت د لاسه ورکړی دی. د اروپا په کچه د ډايملر تر ټولو دويمه ستره نمايندگي په برېمن کي ده. په برېمن کي د کافې جوړولو او د يخی غذاو جوړولو صنعت هم ډېر اهم رول لوبوي.

د لاسي کار په پرځای د بندر کرانونه

د برېمن اوسېدونکی يوهاشيم برويير د خپل وړکتوب د يادونو په هکله وايي: د ټرانسپورټي شرکتونو د اوګوټونو دودکښونه به د ليري ځايه معلومېدل. د بندر په هکله د برويير لېوالتيا تر ننه پوري همغسي زياته ده.

يوهاشيم برويير د اوګوټونو او د بحر د تيزو هواو پرته د ژوند تصور لا نه سي کولای. دی د تيرو څلويښتو کالو راهيسي د برېمن په بندر کي کار کوي. اته پنځوس کلن برويير د برېمن د بندر په يوه ځېرمه تون کي د څارن دنده په غاړه لري او پدغه ځېرمه تون کي پر کارکونکو د دندو وېش تر سره کوي. نوموړي د بندر د ځېرمه تون د څارن مشر کسب زده کړی دی. دی د خپلې دندې په هکله وايي: دمځکي لاندي د ځېرمه تون څارن په اصل کي د تجار رسته لاس وي. هغه توکي چي د بهر څخه به راتلل نو موږ به د ځېرمه کولو نه تر مخه کنټرولول.

يو هاشيم برويير په وړکتوب کي په بندر کي لوبي کولې
يو هاشيم برويير په وړکتوب کي په بندر کي لوبي کولېانځور: Hans Joachim Bräuer

کوم پومبه، کافې يا تمباکو او ياورته توکي چي به د بهر څخه راغلي وه، نو موږ به دهغه بېلګي واخيستلې او د تجار د هغو بېلګو سره به مو پرتله کړې چي هغه به د بهر څخه راوړي وې. که به په توکو کي کومه نيمګړتيا وه نو موږ به سمدلاسه دغه حال و تجار ته ورسوی، چي د بېلګي په توګه پومبه لانده دي او يا ټپلې لري. ددې وروسته به بيا تجار د توکو په اصلي هيواد کي د تجارانو څخه احتجاج وکړی. که به دوی نه سره جوړېدل، نو به د دوی تر منځ د پرېکړي کولو لپاره بازار منځګړيتوب کوی.

پر دودکښ د اوګوټ پېژندل

يوهاشيم برويير د بندر سره نژدې په يوه سيمه کي را لوی سوی دی چي د برېمن يوه ښاري برخه ده او واله نوميږي. نوموړی وايي: بندر زموږ ماشومانو لپاره د ساعت تيري يو ځای و. د بندر د غاړي په زاړه پليولارو کي به د غلې د لېږد رالېږد ماشينونه ولاړ وه، چيري چي به موږ د پټ پټي لوبي کولې. هغه وخت د برېمن بندر په اروپا کي د غلې د راکړه ورکړې ستر مرکز و. د ماشومانو لپاره دغه هم يوه لوبه وه چي د ليري څخه د اوګوټ پر دود کښ دغه اوګوټ وپېژني. داچي د اوګوټ د نوم په هکله وړاندوينه سمه وه او که ناسمه د اوګوټ د رانژدې کيدلو سره به جوته سوه. پر هر اوګوټ به نوم ليکلی و.

کله چي د يوهاشيم د ښوونځی ملګرو د ښونځی وروسته پرېکړه وکړه چي په بندر کي به کار کوي، نو ښاغلي برويير هم په بندر کي په کسب زدکولو لاس پوري کړی. ښاغلي برويير هغه وخت په پنځوسمه لسيزه کي د بندري ځېرمه تون د مشر څارن کسب زده کړی و کوم چي اوس نسته. دغه کسب ته ورته اوس يو بل کسب منځ ته راغلی دی چي ورته د بحري ټرانسپورټ د توکو د څارن په نوم ياديږي.

دلاسي ګاډۍ څخه تر درانه کران پوري

د بريمن د ښار اصلي نخښه
د بريمن د ښار اصلي نخښهانځور: AP

برويير وايي چي ګرچه د بندر نوم عصري سوی دی خو دلته اوس د اوګوټونو او انسانانو شمېر مخ په لږېدو دی. په بندر کي د کښتيو د درولو د ټکټانو د قيمت جګېدلو له وجې اوس کښتياني صرف د يو څو ساعتونو لپاره د بندر په حوض کي ولاړي وي.

پخوا به سامان په ګونيو يا بوجيو کي و او زيات کارګر به پدې بوخت وه چي د لاسي ګاډيو په مرسته دغه ګونۍ د اوګوټ څخه بندر او يا د بندر اوګوټ ته يوسي. خو به اويايمه لسيزه کي دلاسي ګاډيو ځای عصري ټرانسپورټي موټرانو او کران ونيولی.

د حوض پرغاړه بايسکل چلول

ګرچه يوهاشيم برويير همېشه د اوګوټونو او کښتيو سره کار کړی دی، خو دی پر وچه ځان ښه احساسوي. په ژوند کي د لومړي ځل لپاره هغه د ناروې و هيواد ته په کښتۍ کي يو اوږد سفر تر سره کړی. پر نوموړي باندي خپل پلرنی ښار ډېر ګران دی. دی وايي چي د نورو ښارونو په ډول دغه ښار ډېر چټک او ستړی کوونکی ژوند نه لري. دی وايي چي کوم وخت چي ستړی سي نو پر بايسکل کښيني او د بندر د حوض پر غاړه بايسکل چلوي، کوم چي دده د ستړيا د ليري کولو باعث ګرځي.

رينې ويلنبېرګ/ احمد ولي اڅکزی