1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بزګران: په زغرده کوکنار کرو

مجتبی محمدي/ هلمند۱۳۹۲ آبان ۲۴, جمعه

په هلمند کي د حکومت او بزګرانو ترمنځ زور ازمويني رواني دي.حکومت وايي کوکنار مه کرى، کرونده ګر وايي ترهغه وخته به له کوکنارو څخه لاس وا نه خلي چي غوښتني يي نه وي منل سوي.

https://p.dw.com/p/1AI9e
انځور: DW

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ بزګرانو د دغي ولسوالۍ له وسلوال سره په يوه غونډه کي د دولت هغه پلان رد کړ چي له مخي يې بايد کوکنار ونه کرل سي. د دغي ولسوالۍ اوسېدونکو په دغه غونډه کي وويل چي سږکال به بيا هم کوکنار وکري.

افغان چارواکي هڅه کوي چي کرونده ګر د کوکنارو د کرولو څخه راوګرځوي، خو بزګران وايي چي دولت هيڅکله پر خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې. د ناوې وسلوالۍ يوه اوسېدونکي چي په دغه غونډه کي يې ګډون کړی وو له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «تر څو چي زموږ غوښتني نه وي منل سوي موږ به له دغه کښت څخه لاس وانه خلو.»

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چي له پنځو کلونو راهيسي يې کوکنار نه ول کري خو اوس دې ته مجبوره سول چي سږکال به کوکنار کري. د دوی په خبره په ولسوالي کي يې د بيا رغاوني هيڅ ډول کار نه دی سوی او دوی هير سوي دي. د يادي ولسوالۍ اوسېدونکو له ولسوال سره په غونډه کي په زغرده وويل چي کوکنار به کري:

«موږ اوس مجبوره يو چي کوکنار به کرو. زموږ سره هيڅ ډول مرستي نه دي سوي هغه مرستي چي دغي ولسوالۍ ته راغلي دي څو تنو ته ورکړل سوي دي، نور ټول بزګر له پامه غورځول سوي دي.»

د کوکنارو يوه کرونده
د کوکنارو يوه کروندهانځور: Getty Images

خو د ناوې ولسوال عبدالمناف په غونډه کي د خلکو هغه خبري رد کړې چي ګويا د کوکنارو د بديل په نوم له دوی سره مرستي نه دي سوي. هغه وويل: «دلته ولي مرستي نه دي سوي، د اوبو بندونه مو پاک سوي دي، ويالې مو پاکي سوي دي، مکتبونه درته جوړ سوي دي نور نو څه درسره وسي.» هغه زياته کړه: «يوازي د ۴۵ ميليونو ډالرو په ارزښت کوپراتيفونه درته جوړ سوي دي چي په هغه کي ژرندي، تراکتورونه او د اوبو برمې درته وهل سوي دي، دا چي اوس يې څوک شخصي چلوي دا نو بيا ستاسو کار دی.»

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي مخکي د دغه ولايت والي د ولسوالۍ مسوولینو ته په يوه غونډه کي اعلان وکړ چي په هره ولسوالي کي که کوکنار وکرل سول مسوولين به يې له دندو ليري او څارنوالۍ ته معرفي سي.

د هلمند د والي ګواښ دلته لوستلای سی

د هلمند په يو شمېر ولسواليو کي دوه فصله کوکنار کرل کيږي، خو د مني موسم د کوکنارو له پاره تر ټولو ښه او ډېر حصل ورکوونکی دی. په دغه موسم کي د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کي بزګران د کوکنارو له پاره مځکي تياروي. ويل کيږي چي سږ کال به په هلمند ولايت کي د نورو کلونو په پرتله ډېر کوکنار وکرل سي.

د هلمند په هغه سيمو کي تر ټولو ډیرکوکنار کرل کیږی چي د دولت له ولکي څخه وتلي دي دغه سیمي د کوکنارو له پاره ډېر مځکي لري او د ژورو څاګانو په واسطه اوبه کيږي.

د هلمند ولايت بزګر په داسي حال کي د کوکنارو د کرلو ګواښ کوي چي ملګرو ملتونو په خپل يوه تازه راپور کي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت د زياتوالي راپور خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سروې له مخي په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي په افغانستان کي پر ۲۰۹ زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي دي په داسي حال کي چي په ۲۰۱۲ کال کي پر ۱۹۳ زره هکټاره مځکه باندي کرل سوي ول.

د دغي ادرې شمېرې ښيی چي روان کال په افغانستان کي ۵۵۰۰ ټنه تارياک توليد سوي دي، په ۲۰۰۷ کال کي ۷۴۰۰ ټنه تارياک توليد سوي ول. د دوی په خبره د ترياکو د تولید کچه، سږ کال ځکه کښته سوې ده چي اقليمي ستونزي موجود وې.