1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشاراسد اوربند ته امادگي ښوولې ده

۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه

د سوريې جمهور رئيس له لخضر ابراهيمی سره په ليدنه کتنه کي اعلان کړی دئ، چي که نور هيوادونه د ده د مخالفينو ملاتړ و نه کړي، دی به د سوري د کړکېچ د ختمولو له پاره د ملگرو ملتونو د تلاښونو ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/16UET
انځور: picture-alliance/dpa

د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر ابراهيمي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۱) د سوريې له جمهور رئيس بشارلااسد سره په ليدنه کتنه کي په جنگ کي له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چي د لوی اختر په وياړ خپلي وسلې پر مځکه باندي کښېږدي.

ويل کيږي چي د راتلونکي جمعې له ورځي څخه د څلور ورځو له پاره بايد اوربند اعلان سي.

ابراهيمي د سوريې له ټولو هغو وگړو څخه، که په دولت کي د مخالفينو پرضد جنگيږي او يا هغه چي د دولت پرضد جنگيږي غوښتي دي، چي زور زياتی دي نور بس کړي. د هغه په خبره هر څوک چي دغه کار وکړي، يعنی زورزياتی بس کړي د سوريې د کړکېچ په پای ته رسولو کي به ډيره مرسته وکړي.

بشارلااسد د ملگرو ملتونو له استازي سره په ليدنه کتنه کي پر دې باندي ټينگار وکړ، چي د«تروريستانو ملاتړ کوونکي» بايد د مخالفينو له ملاتړ څخه لاس واخلي، چي د اوربند د پلي کولو زمينه برابره سي. «ترويست» هغه جمله ده چي د سوريې چارواکي او دولتي رسنۍ ئې د خپلو مخالفينو پرضد له کارولو څخه گټه اخلي.

د سوريې د دولتي اژانس سنا د راپور له مخي، په دغه لیدنه کتنه کي بشارلااسد د سوريې د کړکېچ د ختمېدو له پاره د ملگرو ملتونو له تلاښونو څخه د خپل دولت پر ملاتړ ټينگار وکړ.

د ابراهيمي او اسد د ليدني کتني پر مهال، چي په سوريه کي د اوربند په اړه ئې خبري کولې د دغه هيواد په پلازمېنه کي چاودني وسوې او سخته مرگ ژوبله يې واړوله.

د دې پيښو پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې. د اسد مخالفينو ته نزدې سرچينو اعلان کړی دئ، چي د يکشنبې په ورځ د شپږو کوچنيانو په گډون ۱۳۵ تنه وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر ابراهيمي تر ليدني کتني وروسته له خبريالانو سره په خبرو کي وويل، چي د ده د ماموريت موخه د سوريې خلکو ته «خدمت کول دي» او د لوی اختر تر رخصتيو وروسته به بيا دغه هيواد ته را وگرځي او حالت به وڅېړي.

د هغه په خبره اوربند به د سوريې له دولت سره د سترو موافقو له پاره زمينه برابره کړي.

د سوريې رژيم وسله والو مخالفينو اعلان کړی دئ، په هغه صورت کي چي د اسد رژيم د دوی پنځه شرطونه ومني، دوی هم اوربند ته تيار دي. د دوی شرطونه، د بنديانو ازادېدل، له حمص ښار څخه د پوځونو ايستل، او بمبارۍ بندول دي.

لخضر ابراهيمي له بشارلااسد سره تر رسمي ليدني کتني دمخه د روسيې او چين له سفيرانو سره هم وکتل، چي د اوربند له پاره د هغوی ملاتړ هم له ځان سره ولري.

د څارونکو په خبره، په دغه هيواد کي د دولت پرضد د پاڅون له پيله بيا تر اوسه پوري چي نزدې ۱۹ مياشتي تيريږي ۳۴ زره تنه وژل سوي دي او په سوو زره نور بېځايه سوي دي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم