1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشارالاسد په امریکا نیوکې کړې دي

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Tuq

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په دغه هیواد کې د روان کړکیچ له امله په متحده ایالاتو سختې نیوکې کړي دي. د یکشنبې په ورځ د المان له یوه تلویزون سره په مرکه کې اسد پر متحده ایالاتو تور ولگاوه چې هغه ترهگر چې سوریه بې ثباته کول غواړي متحده ایالات له هغوي څخه سیاسي ملاتړ کوي. د اسد دا خبرې په داسې وخت کې څرگندیږي چې تیره ورځ د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي دمشق ته د خپل سولې د پلان په ترڅ کې سفر کړی دئ.

سورې ته د خپل سفر په ترڅ کې کوفي عنان وویل چې په سوریه کې د ۱۶ میاشتې راهیسې روان کړکیچ ته د ختمولو له پاره د دوی د سولې پلان ناکامه شوی دئ. په توکیو د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د ملگرو ملتونو د امنیت پر شورا غږ وکړ چې په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمولو له پاره د سوریې پر رژیم د فشار راوړلو له پاره جمعي عمل وکړي.