1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونه: په مارجه کي خلک د لوږي او روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي

۱۳۸۸ اسفند ۲, یکشنبه

د بشري حقونو ډلي وايي، هغه خلک، چي د افغانستان په جنوب کي د طالب اورپکو پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو د ستري حملې د جبهې په کرښو کي ژوند کوي په خپلو کورنو کي ايسار پاته دي...

https://p.dw.com/p/M79a
په هلمند کي يو ماشوم چي د ډوډۍ د پخولو لپاره يې ناشې راټولي کړي دي
په هلمند کي يو ماشوم چي د ډوډۍ د پخولو لپاره يې ناشې راټولي کړي ديانځور: AP

هغوي زياتوي،چي په سل ګونو نور چي د جګړې له پيل څخه يوه اونۍ مخکي تښتېدلي دي په دې سخت ژمي کي تر اوسه پوري يې ډيري لږ مرستي ترلاسه کړي دي او په سختو شرايطو کي شپې او ورځي سبا کوي.

اجمل صمدي، چي د افغانستان د بشري حقونو د څارني نومي ډلي مشر دی د فراسن پرس خبري آزانس ته وويل:« موږ د ولسي وګړو د مصوونيت په هکله سخت اندېښمن يو. خصوصا په مارجه کي». صمدي يادونه وکړه:« ناروغان له دارو درملو څخه بي برخي دي او د جګړو له امله څوک هغو ته درمل رسولای هم نه سي. د خوراکي موادو کمبود ليدل کيږي. خلک په کورونو کي بند پاته دي حتي خپلو کروندو ته نه سي تلای.»

صمدي وويل، د نښتو او جګړو له امله د خوراکي توکو بيعي وار په وار زياتيږي. هغه خلک، چي روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري، لکه د جګړي ټپيان او يا حامله داري مېرمني، تر زياتي کچي د دي توان نه لري چي دغو خدماتو ته لاس رسی پيدا کړي.

په مارجه او نادي علي باندي د افغان او نړيوالو ځواکونو ستره حمله چي د فبروري پر 13 پيل شوه او اوس څه د پاسه يوه اونۍ تري تيريږي، لا تر اسوه دوام لري. د جګړي د قوماندانانو له خولې ويل سوي دي، چي ياغيانو سيمه سخت په مينونو فرش کړې چي د ځواکونو د پرمختګ يي ورو کړي دي. د دغو عملياتو چي د مشترک نوم پر ايښودل سوي موخه يې دا ده،چي طالبان له هلمند څخه وشړي او هلته د حکومت واکمني اعاده شي او د بيا رغاوني کارونه پيل شي.

د مشترک نومي عمليات بايد د انعطاف ټکي وګرځي په هغه کي 15000 سرتيري ګدون لري چي ډيری يي امريکايان او بريتانويان دي. د افغان ځواکونو شمېر هم دا ځل تر بل هر وخت څخه په دي عملياتو کي زيات دی. د يوي اونۍعملياتو څخه د افغانسنان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي خپل رضايت څرګند کړي، البته نه د ډيرو ولولو څرګندولو سره:

«د ولولو د څرګندولو لپاره لا وخت پاته دی. دا به البته وروستي عمليات هم نه وي. دا د بغاوت د ټکولو لپاره د يو مدرني او په سياسي توګه د جګړې پر مخ بېولولپاره د يوې څپې پيل دی، چي هيڅ سابقه نه لري. د دې جګړې په محراق کي خلک قرار لري، په دې مانا چي تر کومه ځايه چي امکان ولري، د هغو د مرګ ژوبلو مخه ونيوله سي. له دي لحاظه دغه عمليات تر اوسه پوري بريالي دي. خو بياهم وروستی قضاوت اوس کيدای نه سي.»

په مارجه کي امريکايي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهال
په مارجه کي امريکايي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهالانځور: AP

د ناټو او افغان مشران وايي، چي هغوی دغه عمليات د يو بل په ګدي همکاري په لاره اچولي دي، ترڅود پوځي پړاو په پای کي سمدلاسه ملکي اداره جوړه سي او خلکو ته اړين خدمات ورسول شي.

د افغانستان د بشري حقونو او چاپيريال ساتني د سازمان مشر عبدالرحمن هوتکي وويل: « 2800 کورنۍ چي هر يوه يې په اوسطه توګه 5 غړي لري، د جګړې له پيل څخه مخکي او يا د جګړې په ترڅ کي وتښتېدل. هوتکي ياودونه وکړه: « بې ځايه شوو خلکو ته تر اوسه پروي په کافي اندازه د اړتيا وړ مواد نه دي رسيدلي .»

د هلمند ولايتي چارواکي ادعا کوي چي 2000 بې ځايه سوي کورنۍ،چي اوس په لښکرګاه کي ژوند کوي له افغان او نړيوالو سازماونو څخه مرستي ترلاسه کوي.

خو د مارجې يو اوسيدونکي، احمد جان د تيلفون له لاري فرانس پرس ته وويل چي هغه تراوسه پري د هيچا مرسته نه ده ليدلي. د هلمند د کډوالو د چارو آمر، غلام فاروق وويل چي کابو 1400 کورنيو ته يي خوراکي توکي او د ژمي جامي ويشلي دي.

خو Norine MacDonald چي په لندن کي د امينت او پرمختيا لپاره د نړيوالي شورا نومي مطالعاتي مرکز رييسه ده او په لښکر ګاه کي يو نمايندګي هم لري د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل، چي د «مشترک» نومو عملياتو پلان کونکو د ملکي خلکو سوکالي ته ډير لږه پاملرنه کړې ده.

مېرمن ميک دونالد وايي:« د وړاندي سوي پلان له مخي ترکومه ځايه چي موږ يي اورو، ځايي خلکو ته دا امکانات نه دي برابر کړي چي په ناخوالو شرايطو کي له خپلو سيمو څخه وتښتي، يا خوراکي توکو ، دارو درملو ته لاس رسي ولري.»

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل