1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: د ترهگرو فعاليتونه لږ سويدي

۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبه

تيره اونۍ جمهورريس کرزي واشنګټن ته وويل چي امنيتي قواووي يې په اوس او راتلونکي کال کي په يوازي سر امنيتي مسوليتونو ته اوږه نه شي ورکولای.

https://p.dw.com/p/OzDF
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: AP

د بريدونو له کموالي په داسي حال کي خبري کيږي چي له افغانستان څخه په راتلونکي جولاۍ مياشت کي د امريکايي سرتيرو د وتلو پلان افغان دولت خواشينی کړی دی.

د تروريستي جرمونو ګراف په داسي حال کي ټيټ والی ښيي چي، افغانان د يوې مياشتي په دننه کي د ولسي جرګي ټاکني په مخ کي لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي د تيري مياشتي په پرتله د ترهګرو په کړو وړو کي لږ والی راغلی او د امنيتي ځواک تلفات هم لږ شوی دی.

«خوشبختانه د سرطان د مياشتي په پرتله د ا سد په مياشت کي ترهګريزو فعاليتونو کي ۲۳ سلنه لږ والی راغلی، ۶۱۸ تنه د دولت ضد بلواګر وژل سوی دی، د هغوي ۱۳۵ تنه ټپيان سوي دي،۵۹۳ تنه دولت ضد وسله وال او شکمن جنګيالي چي په حکومت ضد فعاليتونو کي يي لاس درلود نيول شوي دي».

بشري له دولت ضد وسله والو سره په نښتو کي د ۱۲۴ تنه پوليس سرتيرو د مړيني او د شاوخوا ۲۲۲ تنو نورو د ژوبل کيدو خبر هم ورکړ، چي د نوموړي په وينا د تيري مياشتي په پرتله دغه شميره اوه سلنه ټيټه ده.

د کورنيو چارو وزارت په داسي حال کي د شرخوښو د فعاليتونو د کموالي خبر ورکوي چي اوس يوازي د ګوتو په شمير شپې د ولسي جرګي انتخاباتو ته پاته دي.

ډيری افغانان ويره څرګنده وي چي، ښايي دولت ضد وسله وال يو شمير انتخاباتي مرکزونو ته د دوی له ورتګ څخه مخ نيوی وکړي خو امنيتي اداري او په افغانستان کي ميشت د ګڼ مليتيز ځواک قوماندانان ډاډمن دي چي د سنبلې د مياشتي پر اوه ويشتمه به ډاډمن امنيتي چاپريال رامنځ ته کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل