1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: د کابل-کندهار د لويي لاري امنيت ډاډ من دی

۱۳۸۹ اسفند ۲۹, یکشنبه

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي، دمګړی د پوليسو ګڼ شمير پوستي د دغي عمده لاري په بيلا بيلو برخو کي جوړي کړل سوي او د سيارو ګزمو په شمير کي هم زياتوالی راغلی.

https://p.dw.com/p/RAu1
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: AP

ډيری مسافر پر دغه لاره د تلو پر مهال د طالبانو پر شتون سربيره د غلو او شوکمارانو له شتون څخه شکايت کوي.

د کابل– کندهار لويه لاره چي اوږد والي يي شاوخوا ۴۹۰ کيلومتره ته رسيږي په تيرو څو کلونو کي د سختو نا امنيو شاهده وه.

ډيری مسافر تر اوسه هم پر دغه لاره د خوندي توب احساس نه کوي.

هغوی وايي چي يوازي طالبان نه بلکي غله هم د دوی دښمنان دي او وخت ناوخت په بيلا بيلو پلمو له دوی څخه پيسې شکوي.

خو د کورنيو چارو وزارت اوس په دغه عمده لاره تلونکو مسافرو ته ډاډ ورکوي چي هيڅ راز ستونزه هم شتون نه لري.

افغانان چي د ډيرو اقتصادي حالت يي ښه ندي جنوبي ولايتونو ته د تګ لپاره ځمکني ترانسپورت غوره کوي چي معمولا له ستونزو ډک وي.

د کورنيو چارو وزارت نطاق زمری بشري وايي چي يوازي په دغه لاره نه بلکي د کندهار– هرات پر لويه لاره هم امنيت خوندی سوی دي.

« خوشبختانه د کابل – کندهار او کندهار هرات پر لويه لاره وضعيت ښه سوی او نور به هم ښه سي حتي د کندهار– هرات پر لويه لاره هم اوس مسافر او زموږ پوجي کتارونه په ډاډه زړه تګ را تګ کوي»

د کورنيو چارو وزارت وياند پر دغه لاره د پرتو ولايتونو د امنيتي حالت ښه کيدل يو بل لامل بولي چي د کندهار– کابل لويه لاره يي خوندي کړې ده.

ميدان وردګ، غزني او زابل هغه ولايتونه دي چي د کابل– کندهار واټ يې له مينځ څخه تيريږي.

دغه ولايتونه تير کال د خونړيو نښتو شاهدان ول او ځيني هغه بازارونه د دولت پلوه ځواکونو او مخالفينو په جګړو کي په بشپړه توګه له مينځه تللي، چي د لاري په اوږدو کي د واټ دواړو غاړو ته پراته دي.

اوس يوازي د کابل– کندهار لويه لاره نه بلکي له پلازميني څخه ختيځ ولايتونو ته پرته لاره هم وخت ناوخت د نا امنيو شاهده وي.

افغان چارواکي په داسي حال کي د يو شمير لويو لارو د امنيت د خوندي توب ډاډ ورکوي چي ټاکل سوې سبا د نوي کال په لومړۍ ورځ د يو شمير ولايتونو امنيتي چاري په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ يوې سرچيني نن دويچه ويلي ته د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط وويل چي په قوي احتمال به پنجشير، سمنګان، باميان او بدخشان هغه ولايتونه وي چي ولسمشر کرزی به يې نومونه اعلام کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل