1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: د ۲۵۰ مليونه ډالرو په ارزښت چرس مو نيولي

۱۳۸۹ دی ۷, سه‌شنبه

د کورنيو چارو وزارت وايي چي د ۲۵۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت، چرس يي پرون د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کي له يوه کور څخه تر لاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/QkYe
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: AP

د کورنيو چارو وزارت نطاق زمری بشري وايي چي دغه چرس چي ټوليز وزن يي ۴۱ ټنه ته رسيږي په ډيره ماهرانه توګه په يوه کور کي پټ کړای سوي وو.

د بشري په خبره، د مخدره توکوسره د مارزې په برخه کي د کورنيو چارووزارت ځانګړی کنډک وتوانيدی چي دغه چرس تر لاسه کړي.

افغانستان چي د مخدره توکو د توليد له اړخه د نړۍ په کچه مخکښ ځای لري حکومت يي تر نړيوالو فشارونو لاندي دي چي بايد په دغه برخه کي جدي مبارزه وکړي.

له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي په پکتيا ولايت کي د چرسو د دغي ستري محمولي نيول د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو په برخه کي لويه لاسه ته راوړنه بولي.

د ملګرو ملتونو سازمان رپوټونه وايي چي قاچاق وړونکي له هغو دولت ضد ډلو سره نږدي اړيکي لري چي له تيرو څو کلونو راهيسي د افغانستان د بي ثباته کولو په لټه کي دي.

تير کال د ملګرو ملتونو په يوه راپور کي وويل سول چي د مخدره توکو له کاروبار څخه د تر لاسه سويو پيسو ډيره برخه د بزګرانو جيبونو ته نه، بلکي د طالبانو او نورو هغو شرارت پسندو ډلو جيبونو ته ځي چي دمګړۍ له افغان دولت سره په وسله وال مخالفت بوخت دي.

تيره اونۍ د روسيې د نشه يي موادو د کنترول ادارې ريس ويکتور يوانوف ويلي ول چي افغانستان د نشه يي موادو دومره زيرمي لري چي درې کاله يې توليد نړۍ نړيوال یازار ساتلای سي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري چي د پوليسو د دغي لاس ته راوړني په باب يي خبريالانو ته معلومات ورکول وويل چي دوي وتوانيدل په دغه کار سره د ترهګرو لاس ته د هغو پيسو د ورتګ مخه ونيسي چي پري د جګړي اور ته پکه وږي.

بشري له دغو نشه يي داروګانو سره د ارتباط په تور د يوه کس د نيولو خبر هم ورکړ چي ويل کيږي د سيمي اوسيدونکي دي.

له نيول سوي کس څخه پلټني پيل سوي او پوليس هڅه کوي چي د هغي کړۍ نور غړي هم ونيسي کومو چي دغه چرس د ګرديز ښار د اوردکي په کلي کي زيرمه کړي ول.

دا لومړی ځل دي چي د پکتيا په ولايت کي په دغه اندازه چرس نيول کيږي.

پکتيا د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چي له پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخت ترينه د زړه بګنونکي پيښو خبرونه همر تر لاسه کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل