1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بعضي قومي مشران د ننگرهار د والي د ليرې کېدو غوښتنه کوي

۱۳۸۹ اسفند ۷, شنبه

له تیرو دوو ورځو راهیسي په لسګونو تنه قومي مشران او مخورو د غونډو په جوړولو سره د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي دګوښه کیدو غوښتني کوي.

https://p.dw.com/p/R4Us
گل آغا شېرزی تر مخه د کندهار والي هم تېر سوی دی
گل آغا شېرزی تر مخه د کندهار والي هم تېر سوی دیانځور: Sana Nasary

په پارلمان او ولایتي شورا کی د ننګرهار د ولایت د استازو په ګډوړن د دغه ولایت په لسګونو تنو قومي مشرانو او مخورو له مرکزي حکومت څخه غوښتي چی ګل آغا شیرزی له دندي لري کړي.

په نوموړي تور لګول سوی چی په پراخ مالي فساد کی ښکیل دی او د ولایت د ادارې وړتیا یی له لا سه ورکړي.

ګل آغا شیرزی چی د بیاودانولو په برخه کې ورته د بيلډوزر لقب ورکړل شوی ، وروسته تر هغه د قومي مشرانو تر نیوکو لاندي راغی چی تیره اونۍ د جلال آباد ښار د یوې خونړۍ حملې شاهد پاتي سو.

معترض غونډه وال وایې چې د ننګرهار والي د دغو نا امنیو لامل دی، هغه ادعا چی د والي ویاند له لوري په کلکه رد سوي ده .

دننګرهار ولایت د ولاتي شورا معترض غړی په ولسمشر کرزي غږ کوي چی که د دوي غوښتني و نه مني نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. د ولايتي شورا يو معترض غړی وايي:

« که والي صایب ته زمونږ مشر یې نه ته نور نسي کولای دلته د ولایت چاري پر مخ بوزي، همدومره ماموریت مو بس ده نور نو مونږ ته د قومونو په منځ کی ستونزي مه پیدا کوي.»

خو یو شمیر والي پلوه قومي مشران او مخور بیا معترض وکیلان او د ولایتي شورا غړي هغه امتیاز طلبان بولي چی غواړي په خپلو دغو ادعاګانو باندی د ښاغلي شیرزي ادارې او مقام ته زیان ورسوي. دولت پلوه يو قومي مشر وايي:

« معترض وکیلان له هر څه نه منکردي، تر اوسه پوري والي د دوي امر وو خو اوس چی یی خپل امتیازات په خطر کي دي نوبیا د هغه د ګوښه کیدو غوښتوني کوي.»

یو شمیر قومي مشران وايي چی د والي پر ضد پیل سوي کمپاین د یو شمیر مشخصو کسانو کار دی چی د ننګرهار د ټول ولس استازي توب نسي کولای .

په همدی حال کی په ننګرهار ولایت کی د را پورته سوي دغي لانجي د هوارورو لپاره یو پلاوی له کابل څخه هم ور استول سوی دی.

په دغه پلاوي کی د ولسمشر قومي او اداري سلاکاران او په ننګرهار ولایت کی د پارلمان یو شمیر استازي هم ګډون لري.

د ننګرهار ولایتي نطاق احمدضیا عبدالزی وایي چی پلاوي ته دنده سپارل سوي چی د دغي لانجې د هوارولو لاري چاري ولټوي. احمد ضيا عبدالزی وايي:

«له کابل پلاوی راغلی، خبري اتري یی پیل کړي، دغه پلاوی به یوه مناسب حل لاره پیدا کوي او د دواړو غاړو سره به خبري کوي.»

د یادولو وړ ده چی دا لومړی ځل ندی چی د ننګرهار پر والي د مالي فساد تور لګول کیږي.

تیرکال هم څو څو ځله په نوموړي تور لګول سوی ووی چی له دولتي امکاناتو څخه د خپلو شخصي اهدافولپاره ګټه پوره کوي هغه تورونه چی نه په هغه وخت کی او نه هم اوس د والي او یا هم د هغه د پلویانو له لوري منل سوي دي.

مرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی