1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغداد ته څیرمه د متحده ایالاتو هوایي بریدونه

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو هوایي ځواک په عراق کې د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر ضد جگړه کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړې ده. په عین وخت کې د امریکا کانگرس د سوریې منځلاري اپوزیسیون ته د وسلو ورکولو په هکله غور کوي.

https://p.dw.com/p/1DCoW
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحدو ایالاتو هوایي ځواک په لومړي ځل د عراق پلازمېني بغداد ته څېرمه د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر مورچلو بمباري کړې ده. لکه څرنگه چې د دغي سیمې له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې ویلي دي چې د دغو بریدونو هدف، د بغداد په سوېل لویدیځ کې د «اسلامي دولت» يا (IS)، د یوې اډې په نخښه کول وو. زیاته شوې ده چې د نوموړې وسله والې ډلې جنگیالیو له دغه ځای څخه پر عراقي ځواکونو باندې فیرونه کړې ول.

د متحده ایالاتو د پوځ د قوماندې له مرکزه وړاندي ویل شوي دي چې دغه هوایي بریدونه «د غځول شوو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د امریکايي تأسیساتو خوندي ساتل، د بشري مرستو ملاتړ او د اسلامي دولت ترهگري ډلي پر ضد جگړه کې د عراق له پوځ سره مرسته کول دي.»

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د سنجر په غرنۍ سیمه کې د متحده ایالاتو هوایي ځواکونو یو بل برید تر سره کړی دی. ویل شوي دي چې په دغه برید کې د ترهگرو شپږ موټران له منځه وړل شوي دي. متحده ایالاتو د روان میلادي کال د اگست میاشتي له پېل راهیسي په عراق کې د نوموړي ترهگري ډلي مورچلونه تر بریدونو لاندي نیولي دي.

خو تر اوسه دغه هوایي بریدونه د عراق شمال ته متوجه ول. له اگست میاشتي راهیسي د ایزید لږه کيو په لسونو زره کسان د عراق په شمال کې د اسلامي دولت جنگیاليو د پرمختگ له کبله د سنجر غرونو ته تښتیدلي وو.

تر ۱۶۰ زیات امریکایي بریدونه

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ د معلوماتو له مخې بغداد ته څیرمه او په سنجر کې د نوو بریدونو په ترسره کیدو سره د متحدو ایالاتو د ټولو تر سره شوو بریدونو شمیر ۱۶۲ ته رسیدلی دی. امریکا متحد ایالات چې د اسلامي دولت، د وسله والې ډلې پر ضد د یوه ائتلاف د جوړولو په حال کې دی، غواړي چې خپل پوځي اقدامات تر سوریې پوري وغځوي. نوموړي ترهگري ډلې د سوریې او عراق یو شمېر سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي او په دغه ځای کې یې د «خلافت» اعلان کړی دی.

د فعالیتونو په غځولو کې د سوریې منځلاري اپوزیسیون ته د وسلو ورکولو پلان شامل هم دی، چې په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والي ډلي مقابله وکړي. د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د ۳۰ هیوادونو مشرانو سره ولیدل او په عراق او سوریه کې یې د اسلامي دولت، پر ضد د مبارزې هوکړه وکړه خو په دې اړه کوم ځانگړی پلان وړاندي شوی نه دی چې دغه ډله څرنگه وځپل شي.

په عین وخت کې د سه شنبې په ورځ د امریکا په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي سره راټولیږي، څو د لگښتونو د لایحې د یوه تعدیل له پاره ملاتړ تر لاسه کړي. دغه اقدام به د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ته د دې اجازه ورکړي چې د سوریې د منځلاري اپوزیسیون د مسلح کیدو له پاره اړین گامونه واخلي.

خو د ولس ځیني استازي په دې هکله اندیښنه لري چې د سوریې په کورنۍ جگړه کې د جنگیدونکو منځلارو او سخت دریځه ډلو تشخصیول گران کار دی. اټکل کیږي چې په روانه اوونۍ کې به په کانگریس کې په دې اړه رایې وکارول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب