1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان د امنيتي ځواک او طالبانو ترمنځ جگړې ډگر گرځېدلی

۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبه

چارواکو د چهارشنبې په ورخ وویل چې په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د درو ورځینو شدیدو جګړو له کبله لږ تر لږه اووه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2gr3Z
Afghanischer Special Forces-Soldat
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د بغلان ولایت د بغلان جدید ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو د سختو نښتو په ډکر بدله شوې ده. طالبانو د دوشنبې له ورځې راهیسې پر دې ولسوالۍ باندې له څو اړخونو بریدونه پیل کړي دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړو او د بغلان جدید ولسوال د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې برید کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ تر منځ یاغیان ونډه لري.

ولسوال ګوهر خان بابري، افغان امنیتي ځواکونو ته رسیدلي تلفات تأیید کړي او زیاته کړې یې ده چې په نښتو کې همداراز ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۵ تنه نور بیا ټپیان دي.

هغه لویه لاره چې کابل د افغانستان له شمالي ولایتونو سره نښلوي هم د جګړو له کبله تړل شوې وه خو ګوهر خان بیا د هغې د پرانیستل کیدو خبره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بغلان د ولایتي شورا غړي فیض الدین ایماق ویلي چې لار اوس هم د ترافیک پر مخ تړلې ده.

د ایماق په خبره طالبان د خلکو له کورونو څخه پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي او امنیتي ځواکونه بیا د ملکي تلفاتو د مخنیوي له پاره له احتیاط څخه کار اخلي. د هغه په خبره د جګړو له کبله په بغلان جدید کې عادي ژوند، خراب شوی دی: «په بغلان جدید کې عادي ملکي ژوند له ستونزې سره مخامخ شوی دی. خلک تګ راتګ نه کوي او دوکانونه هم تړل شوي دي.»

د بغلان ولایت بیلابیلې ولسوالۍ وخت نا وخت د طالبانو او افغانستان امنیتي ځواکونو د جګړو شاهد وي.