1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان: چاودونو لږ تر لږه لس تنه ټپيان کړي دي

۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبه

د بغلان په مرکز کې دوو پر له پسې بمي چاودنو لږ تر لږه لس تنه ټپیان کړي دي. د دغه ولایت د والي په خبره د پېښي په اړه پلټني رواني دي. تر اوسه پوري د دغي پيښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/14WHT
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د بغلان والي منشي عبدالمجيد، له دویچه ویله پښتو ويب پاڼي سره په يوه مرکه کې وويل چي د مرکزي بغلان د شير په مارکيټ کي دوې چاودني وشوې چې په پایله کې ئې لس کسان ټپیان شوي دي. د والي په خبره د ټپي شوو کسانو په ډله کې د یوه تن حالت د اندیښنې وړ دئ.

د والي د وينا له مخي د دغه پيښي ډيری قربانيان زده کونکي دي: «نن سهار د ۷ نيمو بجو په شاوخوا کي دوه ماينونه يو په بل پسي په ډيره لږه فاصله کي وچاوديدل. په لومړی چادونه کې چاته ځاني تاوان نه دئ رسېدلی. خو له بده مرغه په دوهمه چادونه کې لس تنه ټپيان شول چې د يوه تن حالت ډير سخت دﺉ.»

منشي مجيد زياته کړه چي په نوموړي مارکيټ کې د افغانستان د ظرفيتونو د لوړولو په مقصد د زده کړي کورسونه پيل سوي دي دي: «دلته زده کونکي د انګليسي، ساينس او کمپيوتر کورسونه تعقيبوي.»

خو هغه ونه شوای ويلای چې دا ماينونونه د چا له خوا ايښوول شوي دي. د بغلان والي وويل چي امنيتي چارواکي د پيښي پلټنه کوي او سمدلاسه ويلای نه شي چې دا د «دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ايښودل شوي دي او که د بل چا له خوا.»

ددې دمخه د بغلان مرکزي ولسوال اميرګل، د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي ول چې د دوو چادونو له امله ۱۸ کسان ټپيان شوي دي:

«د بغلان په مرکز کې په لومړي سر کي يوه چادونه وشوه. په لومړې چادونه کي ځيني ولسي خلک ټپيان شول، لږه شيبه وروسته دوهمه چادونه وشوه. په ټوليزه توګه ۱۸ کسان ټپيان شوي دي چې پنځه تنه ئي امنيتي منسوبين دي.»

تر اوسه پوري د دغو چادونو مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستی. په بغلان کي په عمومي توګه امنيتي وضعيت ښه دﺉ. خو منشي مجيد وويل چي په اطرافي سيمو کي د دولت « د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه انکار نه شي کولای.»

عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض