1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجيم ـ عبدالسلام ونيول سو، پلټنې ادامه لري

۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

په بلجيم او فرانسه کي د پاريس د بريدونو د نورو ښکېلو ترهګرو تلاښ ادامه لري. دا په داسي حال کي چي د بلجيم پوليسو مرکزي تورن عبدالسلام د جمعې په ورځ ونيوی.

https://p.dw.com/p/1IGCh
انځور: picture-alliance/AP Photo/Uncredited

د عبدالسلام په هکله فکر کيږي چي د ۲۰۱۵ کال په نوامبر مياشت د پاريس د بريدونو اصلي پلان جوړونکی دی. د بلجيم امنيتي چارواکو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۹مه نېټه) وويل چي عبدلسلام او څلور نور شکمن ترهګر يې نيولي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ويلي دي چي د نوموړي ترهګر د نيول کېدو باوجوده «په ټول بلجيم او فرانسه کي ګواښ موجود دی.» نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ماښام په يو خبري کانفرانس کي وکړې. دغه خبري کانفرانس چي پکښي د بلجيم لومړي وزير چارلس ميشل هم ګډون کړ ؤ، په بروکسل کي رابلل سوی ؤ. دا په داسي حال کي چي فرانسوا اولاند تر مخه لا د اروپايي اتحاديې په سرمشريزه کي د ګډون له پاره په بروکسل کي موجود ؤ.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند و خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت وويل چي د پاريس په بريدونو کي د تورنو کسانو شمېر تر هغه ډېر زيات دی، چي مخکي يې اټکل سوی ؤ. نوموړي وويل:«موږ د زښتو لويو ډلو سره مخامخ يو.» فرانسوا اولاند زياته کړه چي پلټني به ادامه ولري تر څو ټول شکمن کسان پېژندل سوي او نيول سوي نه وي.اولاند وويل چي په دې ډاډه دی چي عبدالسلام د پاريس د بريدونو کي «په يوه توګه نه په يوه توګه» کي ښکېل ؤ. شک کيږي چي ۲۶ کلن مراکش الاصله فرانسوی عبدالسلام به د پاريس د بريدونو د مرکزي مسؤلانو څخه يو وي. د هغه په هکله ويل کيږي چي هغه د بريدګرو له پاره موټر او د پاته کېدو له پاره خونه تنظيم کړې او بريدګر يې د بريد تر ځای پوري په موټر کي رسولي ول. اټکل کيږي چي د هغه وروسته هغه د خپلو مرستندويانو په مرسته په تېښته کي وتوانېد. د پاريس په بريدونو کي چي د ۲۰۱۵ کال د نوامبر مياشتي په ۱۳مه نېټه تر سره سول، ۱۳۰ انسانان ووژل سول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د بليجم لومړي وزير د شکمنو ترهګرو د نيولو په تړاو معلومات ورکړل
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د بليجم لومړي وزير د شکمنو ترهګرو د نيولو په تړاو معلومات ورکړلانځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

پنځه کسان نيول سوي

د امنيتي چارواکو د معلوماتو پر اساس عبدالسلام د بلجيم په مولن بيک سيمه کي نيول سوی دی. د څو ورځو راهيسي په دغه ناحيه کي ترهګرۍ ضد عملياتو ادامه درلوده او د دغې سيمي اوسېدونکي د لانجو سره مخامخ ول. خو د هغه وروسته چي دغه عمليات پای ته رسېدلي دي نو اوس د دغي سيمي اوسېدونکي هم راحت سوي دي. په دې ترڅ کي د دغي ناحيې دننه د کوڅو موانع بېرته ليري کړل سوي دي. صرف هغه ودانۍ لا تر اوسه تړلې ساتل سوې، په کومه کي چي عبدالسلام نيول سوی دی.

ويل سوي چي د عبدالسلام تر څنګ څلور نور کسان هم نيول سوي دي. د امنيتي چارواکو وياند ويلي چي په نيول سوو کي د هغې کورنۍ غړي هم شامله دي، کومي چي عبدالسلام ته ځای ورکړی ؤ.صالح عبدالسلام په اروپا کي يو د تر ټولو مطلوبو کسانو څخه ؤ. پوليسو د څو مياشتو راهيسي د هغه تلاښ ته ادامه ورکړې وه، خو د جمعې تر ورځي (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۹مه نېټه) پوري نه ول توانېدلي چي هغه ونيسي. پوليسو هغه وخت د نوموړي په تړاو نوي شواهد وموندل، کله چي يې د تلاښيو پر وخت د سه شنبې په ورځ پر يو ګلاس د هغه د ګوتو نخښي وموندلې. د پوليسو په دغو عملياتو کي يو کس ووژل سو او څلور پوليس ژوبل سول.

په مولن بيک کي د پوليسو له خوا د کوڅو بندښونه بېرته ليري کړل سوي دي
په مولن بيک کي د پوليسو له خوا د کوڅو بندښونه بېرته ليري کړل سوي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/G. V. Wijngaert

عبدالسلام ښايي فرانسې ته وسپارل سي

فرانسه اټکل کوي چي ډېر ژر به له بلجيم له خوا عبدالسلام ورته وسپارل سي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د شنبې د ورځي له پاره د فرانسې د دفاعي چارو شورا رابللې ده. نوموړی غواړي چي د دغي شورا په غونډه کي د پاريس د بريدونو په تړاو د وروستيو پلټنو د پايلو په تړاو مشورې وکړي. امنيتي چارواکي هيله لري چي د عبدالسلام څخه به د پاريس د بريدونو او د نورو ممکنه پلان سوو بريدونو په تړاو معلومات تر لاسه کړي.