1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ: د زعفرانو کرکیله ۴۰ سلنه ډیره شوې ده

۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

د بلخ ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د تیرو کلونو په پرتله د زعفرانو کښت ډیر شوی. دوی د زعفرانو د کښت د ډیریدو لامل بزگرانو ته د کرکیلي په اړه د فني زده کړو د زمینې برابرول بولي.

https://p.dw.com/p/17J8F
انځور: Isna

د زعفرانو کښت په افغانستان کې یو نوی ګام دی او له لږ وخت راهیسې د دغه هیواد په ځینو ولایتونو کې کرل کیږي.

په نړیوال بازار کې د زعفرانو د بیې لوړوالی او د کرکیلي له پاره د افغانستان د کرهڼیزي ځمکې مناسبوالی د دې لامل شوی چې افغان کروندگر یې کرلو ته مخه کړي.

په بلخ ولایت کې هم له څو کلونو راهیسي د زعفرانو کرکیله د ډیریدو په حال کې ده. د دغه ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکیله ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

د بلخ ولایت د کرهڼې د ادارې رئیس، کاتب شمس، وایي چې په روان کال کې د بلخ ولایت په سلګونو کروندګرو په خپلو ځمکو کې زعفران کرلي دي:

«موږ په بلخ ولایت کې د زعفران کرونکو، په نوم یوه اتحادیه جوړه کړې ده، چې د دفتر لګښت او نور ټول تجهیزات یې د کرهڼې د ریاست له لوري ورکړل شوي دي. دغه دفتر د کروندګرو د استازو په واک کې ورکړل شوی دی چې په نزدې راتلونکې کې به په رسمي توگه پرانیستل شي.»

Frauen Afghanistan Safran Handel Opium
انځور: Italienische Armee

د بلخ ولایت د کرهڼې ریاست مشر زیاتوي چې د دغه ادارې فني انجینرانو په تیرو کلونو کې هم یوشمیر کروند گرو ته د زعفرانو د کرلو زده کړې ورکړي دي او د دغه نبات د ودې په موخه به په نوي کال کې هم ځیني پروگرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د کرهڼې د ادارې یو تن مامور، عبدالرزاق، چی پخپله هم د زعفرانو کروند ګر دی وایي چې له نیکه مرغه د نورو ولایتونو په پرتله په بلخ ولایت کې د زعفرانو کښت ښې پایلې لري.

شهاب الدین، چې د زعفرانو د سوداګرۍ کاروبار کوي وایي چې د دغه نبات بیه لوړه ده او بل هیڅ نبات یې د بیې ځای نه شي نیولای. په اوسني وخت کې د یو گرام زعفرانو بیه شاوخوا ۲۵۰ افغانیو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زعفران په نړیوال بازار کې هم ښه مقام لري. زعفرانو ته په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل په توگه هم کتل کیږي او له همدې امله د افغانستان حکومت د زعفرانو په رواجولو سره هڅه کوي چې افغان کروندګر د کوکنارو د کښت پر ځای د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

عبدالحمید صافی/مزار شریف
کتونکی: سید ریاض