1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

بلخ: د سړک د غاړې ماین ۱۰ کسان وژلي

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کي د يکشنبې په ورځ سهار د سړک د غاړې يوه ماین لږ تر لږه ۱۰ انسانان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3O5A9
Karte Afghanistan Mazar-i-Sharif Englisch
انځور: DW

د بلخ ولايتي چارواکو ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۸مه) د دولت آباد په ولسوالۍ کي پر يو موټر د سړک د غاړې ماين چاودلی او مرګ ژوبله يې اړولې ده. دغه سيمه د ترکمنستان هيواد پولې ته څېرمه پرته ده. موټر له دولت آباد څخه د مراز شريف ښار پر لور روان وو.

په دغه سيمه کي د پوليسو وياند عادل شاه عادل، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي پېښه سهار وختي به ځايي وخت سهار شپږ بجې رامنځ ته سوې ده.

د سړک د غاړي ماينونه اکثره وختونه د اورپکو له خوا د دې له پاره ايښودل کيږي چي هغوی له دې لاري د افغان امنيتي ځواکونو د حرکاتو او پرمختګ مخه نيول غواړي. خو دغه ماينونه زيات وخت ولسي کسانو ته مرګژوبله اړوي.

د روان مېلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو د ټولو ملکي تلفاتو شل سلنه د په لاس جوړو سوو چاودېدونکو توکو په واسطه رامنځ ته سوې. يادې شمېر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د جولای په پای کي په يو رپوټ کي خپرې کړې وې.

د يوناما د ياد رپوټ له مخي د جنوري د لومړۍ نېټي څخه بيا د جون تر ۳۰مې نيټي پوري نژدې ۱۴۰۰ کسان وژل سوي او ۲۵۰۰ نور ژوبل سوي ول. هره ورځ په لسهاو طالب جنګيالي او د حکومتي ځواکونو غړي هم وژل کيږي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې له پاره خبري اتري د سپينې ماڼۍ د جمعې د ورځي د يو پیغام له مخي »په ښه توګه« پر مخ روانې دي.

(aa/ms (dpa