1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاريا د «چټکي دوست موندني» پروګرام له لاري مهاجرين پيژني

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

په بلغاريا کې یو پروګرام د «چټکې دوست موندنې» په نوم جوړ شوې چې خلک مهاجر او مهاجرین بیا ځایي اوسیدونکي وپیژني. خو آيا دغه چټکه دوست موندنه به د پناه غوښتونکو د ادغام له بهیر سره مرسته وکړي؟

https://p.dw.com/p/2mG40
Bulgarien Flüchtlingslager syrische Flüchtlinge
انځور: DW/G. Kozuharov

په ټولګي کې دوه کسان يو بل ته مخامخ ولاړ دي او يوازې ۳۰ ثانيې وخت لري چې له يو بل سره خبرې وکړي. دي ته «چټکه دوست موندنه» وايي. د يوې مینې پر ځای دلته موخه د مهاجرانو له يو بل سره پيژندنه او په ټولنه کي ژر ادغامیدل دي.

د بلغاريې په پلازمينه صوفيه ښار کې د سيمې خلک په کتار کې يوې خوا او مهاجرین بلې خوا ته ولاړ دي. ډير شمير يې د افغانستان او سوريې جګړه ځپلو هيوادونو څخه دلته راغلي دي.

دواړه ګډون کوونکې خواوې د پروګرام په دغه چټکه خبرو اترو کې چې يوازي څو ثانيې دوام کوی هغوي ته اجازه ورکوي چې د ميني کيسې، دردونو او د کورنيو په هکله خبرې وکړي. له دې څخه هدف د  کوربه ټولنې او نويو راغلیو کسانو د ورځنې ژوند په اړه خبرې دي چې ډير وخت په دې هکله د خبرو اترو له پاره چانس نه وي.

رودي نامو، ۲۶ کلن سوريايي مهاجر دی چې په ۲۰۱۵ کال کې بلغاریې ته رسيدلې دی. په دې کال کې په سلګونو زره مهاجر د بالکان هیوادونو له لارې د آلمان په لور او د شمالې اروپا هېوادونو ته راغلل. رودې هم په دغه  پروګرام کې ګډون کړې او وايي: «دا ډول پروګرامونه ډېر ښه دي. په خاص ډول بيا د پناه غوښتونکو له پاره.»

بلغاریا هم له دغه چټکو لیدنو کتنو هرکلې کوي په خاصه توګه بیا د منځنې ختيځ له خوراکونو او د افغانستان له دوديزې نڅا څخه چې د چټکه دوست موندنې په دغه پروګرام کې ترسره کيږي.

د ميلګا بوچيوا په نوم يو بلغارياي چې د انلاين تجارت پر مخ وړی هم په دي پروګرام کې ګډون کړې دې. هغه په دي اړه وايي: «ما ورڅخه ډير خوند واخيست او له ما سره يې مرسته وکړه چې له تعصب او وړاندوينې څخه ووځم.»

هغه زياتوي چې له دي پروګرام څخه مخکې یې د پناه غوښتونکو په اړه متفاوت نظر درلود خو اوس پوهيږي چې مهاجرین هم د هغه په څير انسانان دي.

رودي نامو چې په آلمان کې له يوې لنډې مودې اوسیدنې څخه وروسته بیا بلغاریا ته ستون شوی اوس د اړيکو وړاندې کولو د خدماتو په مرکز کې کار کوي. هغه په دي باور دی چې د مفکورو بدلولو بهير پيل شوې دې: «ما پريکړه وکړه چې دلته پاتې شم ځکه چې دا زما هېواد دې او خپله کورنۍ هم دلته راولم.»

په ۲۰۱۶ کال کې کله چې د بالکان لاره وتړل شوه څو زره مهاجر په بلغاريا کې پاتې شول. د دغه مهاجرينو ډير شمير يې له سوريې او افغانستان څخه دي. په دغه هېواد کې هغوي ډیر وخت د خپل ژوند له وضعيت څخه سرټکوي.