1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بلوڅان خپلواکي غواړي»

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

افغان بلوڅانو له نړيوالي ټولني او افغان حکومت څخه وغوښتل چي د دوی د استقلال طلبۍ ملاتړ دي وکړي. هغوی ټينگار کړی دئ، چي بلوچستان بايد تجزيه سي.(انځور له ارشيف نه)

https://p.dw.com/p/160KM
انځور: AP

د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت نن(۲۰۱۲ کال د اگست ۳۰) د „بلوڅو او پښتنو د پيوستون ورځ“ د يوې غونډي په ترڅ کي ولمانځله.

د افغانستان د بلوڅانو د پيوستون د شورا مشر جنرال ذوالفقار بلوڅ په غونډه کي وويل:«تر هغه وخته چي په پاکستان کي د پښتنو او بلوڅانو سرنوشت نه وي معلوم سوی دغه دواړه قومونه به له پاڅون څخه لاس وانخلي.»

ده وويل، چي د ازادۍ غوښتونکو پاڅونونه د افغانستان پر امنيت باندي منفي تاثيرات لري، او ترهغه وخته چي د سرحد د هاغاړي د قومونو سرنوشت نه وي معلوم سوی افغانستان به د ارامي گوله ونه خوري.

ښاغلي بلوڅ زياته کړه، چي د پاکستان حکومت په هغه هيواد کي له مېشتو بلوڅانو او پښتنو سره د مور او ميرې چلن کوي او دوی د تروريستانو په نامه يادوي، او دوی ته هيڅ وخت د پاکستان د یوه اوسيدونکي ارزښت نه ورکوي.

هغه زياته کړه:«موږ به د بلوڅانو د ازادۍ له پاره هر ډول هڅي وکړو، او دا زموږ د خلکو يو حق دئ. پاکستاني چارواکي بايد په دې پوه سي، چي اوس بل عصر دئ او ټول خلک بيداره دي.»

د بلوڅانو د پيوستون د شورا رئيس جنرال بلوڅ له افغان حکومت او نړيوالي ټولني څخه وغوښتل:«د سرحد د هاغاړي بلوڅانو او پښتنو سرنوشت د ازادۍ غوښتونکي پاڅونونه ټاکي. افغان حکومت او نړيواله ټوله بايد د دوی د ازادۍ غوښتونکو پاڅونونو ملاتړ وکړي.»

په ولسي جرگي د کندهار د خلکو يو استازی لالي حمیدزي، د ذولفقار خبري تائيد کړې او وئې ويل، چي د سرحد د هاغاړي د خلکو د سرنويشت او ازادۍ په اړه بايد فکر وسي.

هغه وويل:«په پاکستان کي داسي لاسونه سته چي نه پريږدي بلوڅان او پښتانه ازاد نفس وباسي.»

هغه وويل، چي اوس هغه وخت رارسېدلی دئ، چي پاکستان د هغه څه جواب ورکړي، چي د افغانستان او په هغه هيواد کي د قومي اقليتونو پر وړاندي ئې کړي دي.

دا په داسي حال ده کي چي د پاکستان لوی درستيز اشفاق کياني په دې وروستيو وختونو کي ويلي ول، چي که په دغه هيواد کي د توندلارو د فعاليتونو مخه ونه نيول سي، پای به ئې تجزيه وي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل