1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله ديش ميانمار ته د ۸ زره روهنګيايي مهاجرو نوملړ سپارلی

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د بنګله ديش حکومت وايي چې ميانمار ته يې د ۸ زره روهنګيايي مهاجرو نوملړ سپارلی چې د شوي توافق له مخې به بيرته خپلو کورنو ته ستنيږي. د تيرکال اګست مياشتې راهيسې په بنګله ديش کې شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايي مهاجر ميشت دي.

https://p.dw.com/p/2srJ4
Myanmar Rohingya "Refugee Boy"
انځور: Reuters/A. Abidi

د آلمان خبري آژانس (دې.پي.اې) د بنګله ديشي چارواکو په حواله ليکي، چې د بنګله ديش ميانمار ته د څه باندې ۸۰۰۰ روهنګيايي مهاجرو نوملړ سپارلی چې د لمړي ځل له پاره به د بيرته ځای پر ځای کيدو بهیر په شخړيز چوکات کې ميانمار ته ستنيږي.

د بنګله ديش د کورنيو چارو وزير اسد الزمان خان وويل چې د بنګله ديش او ميانمار تر منځ د شوې توافق له مخې، د لمړي ځل له پاره به ۸۰۳۲ روهنګيايي مهاجرو چې د ۱۶۷۳ کورنيو پورې اړوند دي، بيرته ميانمار ته ستانه شي.

هغه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۶مه نېټه) ناوخته د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د خپل ميانماري سيال، جنرال کيوا سوې سره په يوه اوږده غونډ کې تر ګډون وروسته خبريالانو ته وويل: «ميانماري چارواکو د بهرنيو چارو وزارت له لارې د کورنيو د يو نوملړ غوښتنه کړې وه. موږ هغوی ته يو لست وسپاره، چې هغوی اوس د دغو افرادو د بيرته اخیستلو په موخه د تياری نيولو په حال کې دي.»

خو خان مشخصه نکړه چې د بيرته ځای پرځای کيدو بهیر به څومره وخت ونيسي، خو دا يې وويل چې دغه بهير به ډير ژر پیل شي.

د ميانمار د کورنيو چارو وزير هغه ته په تمه ولاړو خبريالانو ته له څه ويلو ډډه وکړه.

اړوند مطالب:

«ميانمار د روهنګيايي مهاجرو د مخنيوي له پاره پر پوله ماينونه ايښي»
ميانمار په راخين کې د ډليز قبرونو د شتون ادعا رد کړه
دواړو ګاونډي هيوادونو د نوامبر مياشتې په ۲۳مه د بيرته ځای پرځای کيدو تړون لاسليک کړ. هغه وخت ويل شوي ول چې د بيرته ځاي پرځاي کيدو بهير تر ۶۰ ورځو په عملي توګه پیل شي، خو کله چې بنګله ديش لخوا په دې برخه کې د چارو د نه بشپړيدا اعلان وشو، دغه بهير وځنډول شو.
ميانمار د جنورۍ مياشتې په ۱۶مه د يوې غونډې پر مهال د روهنګيايي مهاجرو د کورنيو د نوملړ غوښتنه کړې وه چې د بنګله ديش ورسره د هغه د سپارلو ژمنه کړې وه.

ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانونو د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ځای پرځای کيدو پر بهير خپلې انديښنې ښکاره کړي دي. که څه هم روهنګيايان له لسيزو راهيسې په بودايي هيواد ميانمار کې ژوند کوي خو  دغه هيواد هغوی تر اوسه د خپلو اتباعو په توګه نه دي منلي.

و ميانمار ته د روهنګيا مهاجرو د بېرته لېږد تفاهم باندي د بشر د حقونو يو شمېر سازمانونو نيوکي کړي دي. دا په داسي حال کي چي يو شمېر روهنګيا مهاجرو ويلي چي بېرته تلو ته زړه نه ښه کوي ولي چي بيريږي په ميانمار کي به ورسره ناسم چلند وسي.

Konflikt in Myanmar
بنګله ديش ته د روهنګيايانو مهاجرتونه د ۲۰۱۷ کال په اګست مياشتې کې په راخين کې د راوتلو تاوتريخوالو وروسته پیل شول.انځور: picture-alliance/dpa

آیا د روهنګیا مسلمانانو د تاریخ د له منځه وړلو هڅه کیږي؟

د تاوتريخوالو او مهاجرتونو پيل

د ۲۰۱۷ کال له اګست مياشتې راهيسې د ميانمار له راخين ولایت څخه شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شول. د دغه مسلمان لږکۍ د مهاجرتونو لړۍ وروسته له هغې پيل شوه چې د ميانمار پوځ په راخين کې پوځي عمليات په لاره واچول شول. داسې ادعاوي شوي چې په دغو تاوتريخوالو کې په سلونو روهنګيايان ووژل شوي او د هغو ډیرو کورونو او کليو ته يې اورونه اچول شوي دي. د ميانمار په راخين کې تاوتريخوالو وروسته له هغې زور واخيست کله چې روهنګيايي اورپکو په يوه لرې پرته سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل او يو شمير ميانماري عسکر يې ووژل.

dpa ni rmo/ م.ک.ص

دا هم د همدې موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: