1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګړي - لنډه کيسه

۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبه

د واړه اخترورځ وه. زموږ د کلي شا ته په پورې ډاګ کې د خلکو د پښو د ایښودلو ځای نه وو پاتې. دغه خوشې ډاګ د میلې په دوکانونو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لکه د یو تود بازار په څیر بریښیده.

https://p.dw.com/p/15rm4
انځور: Fotolia/backyardpix

خندا، چیغو، شپیلکونو، اوازونو، منډو او رامنډو د میلې مستي نوره هم توده کړې وه او د پیغلو او ځوانانو د ټالونو زنګیدلو له هوا سره سیالي کوله. هره خوا ستي او خوښي وه. هغه د نورو ورځو په خلاف دومره خفه او زهیر وو چې په چاودو شونډو کې ئې د مسکا پر ځای ګوټ ګوټ وینې ښکاریدې او شلیدلي ګریوان ئې له هوا سره مستي کوله. ریدی یوازې وو او دا هم د تعجب خبره وه چې د دې ورځې په میله کې به خلک د ریدي او غوټۍ د لاس تر لاسه منډو ترړو نه په تنګ اوغوصه وو، خونن ریدی یوازی وو. نه غوټۍ وه اونه هغه مستي. پخپلو سوچونو کې ډوب روان وو او چې کله به ئې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د چا تر څنک زګه ډغره وخوړله نو د اندیښنو زنځیرونه به ئې دا نه وانه شول او د خیالونو له دنیا څخه به راووت.

افغان لیکوال بریالی باجوړی
افغان لیکوال بریالی باجوړیانځور: DW

هغه په همدې حال د میلې په بازار کې روان وو او څوک نه پوهیدل چې څه لټوي خو چې د بنګړیوالو په قطار رابرابر شو او سترګۍ ئې د بنګړیوالې په خورجین ولګیدې نو ودرید او د بنګړو په ډیري ئې سترګې ښخې کړې چې ګوندې دغوټۍ د لیچو له پاره بنګړي خوښوي. هغه ولاړ وو او د بنګړیو په رنګونو او کړیو کې د خپل نظر نیلۍ داسې ځغلاوه لکه چې نن د خپلې مینې ډالۍ د څوبنګړیو په کړیو کې غوټۍ ته وړاندې کوي. هغه لا ناست نه وو چې یو ځوان او پیغله د بنګړیوالې مخې ته کیناستل او پیغلې خپلې دواړه مټې بنګړیوالې ته ور اوږدې کړې. ریدي چې دغه حال ولید نو هغه ساعت ئې مخ ته نیغ ودرید چې څو ورځې د مخه د کلي په لویه لار کې ماښام تیر د غوټۍ سره مخامخ شو. ریدي چې د غوټۍ تشو مټو ته وکتل نو په دواړو لاسونو ئې د هغې مړوندونه ونیول او ویې ویل:

- غوټۍ سبا بله ورځ اختردئ او ستا تشې مټې!

غوټۍ خپل دواړه لاسونه د ریدي غاړې ته واچول او د هغه په سترګو کې ئې خپلې سترګې ورښخې کړې اوبیا ئې وویل:

- خیر څه وشو که اوس مې مټې تشې دي تا دې خدای لري په اختر کې خو به ئې راته ډکې کړې.

غوټۍ دا وویل او بیا سره جلاشول. ریدی له هغې ورځې نه په دې هڅه کې وو چې د غوټۍ مټې ور ډکې کړي او په اختر کې د هغې ښایسته مټې بې بنګړو نه شي. خو هغه دومره قدرې پیسې هم پیدا نه کړې چې د غوټۍ لیچې ورډکې کړي. خدای خبرچی ریدی به په دې سوچ کې تر څو ډوب وو که بنګړیوالې پرې غږ نه وای کړی:

- ځوانه بنګړي دې خوښ نه شول ؟

هغه د بنګړیوالې په غږ یو ټکان وخوړ او په ډیره وار خطایي ئې وویل:

- ولې نه ډیرښه ښکلي بنګړي دي.

ریدي لا نور څه هم ویل خو د بنګړیوالې پام بیا هغو درې تنو پیغلو ته شو چې بنګړي ئې خوښول او بنګړیواله ورته په یوه سا د خپلو بنګړو په صفتونو لګیا وه. ریدي په غیر له دې نه چې تش د بنګړو ننداره وکړي نورهیڅ نشو کولې او لکه د بت غوندې چوپ ولاړ وو. خدای زده چې په زړه کې ئې څه غوټه کړې وه چې د بنګړیوالې له څنګه نه خوزیده. وروسته له ډیرو سوچونو ئې په زړه کې تیره شوه چې راشه نن دغوټۍ له پاره د بنګړوغلا وکړه. زړه نا زړه د بنګړیوالې په خوا کې کښیناست او په ریږدیدلو لاسونو ئې د خپلې خوښې بنګړي راټولول. هغه د خپل زړه درزا چې له ویرې او هیبته ئې ټوپونه وهل اوریده. د سترګو لاندې یو خوا او بل خوا د خپلې منډې لاره څارله. ریدي چې د بنګړو یوه ښه قوده برابره کړه او په بنګړیوالې باندې هم ګڼه ګوڼه زیاته شوه نو غلی را پاڅید او راروان شو. لا دوه درې قدمه نه وو تللای چې بنګړیوالې غږکړ:

- ای ځوانه پیسې دې رانه کړې.

ریدي چې دا واوریدل نو منډې ئې کړې او د ریدي له منډوسره بیا بنګړیوالې چیغې جوړې کړې:

- غل دئ ویې نیسۍ بنګړي ئې وتښتول.

بنګړیوالې که هر څو چیغې وهلې خو ریدی بیا د بنګړیوالې له نظره پنا شوی وو. بنګړي ئې ټینګ په لاس کې نیولي وو او د غوټۍ په لټه کې ئې یو خوا او بل خواکتل خو کله چې د زرګرۍ دوکانونو ته را ورسید نو په یو دوکان کې ئې په غوټۍ سترګې ولګیدې. ریدی پښه نیولی شو او د دوکان پرلور ورو، ورو وخوزیده. له ډیرې اندیښنې نه ئې سا بنده بنده کیده او زړه ئې ډوب ډوب کیده هغه چې پاس په دوکان کې د غوټۍ تر څنګه په یو زلمي سترګې ولګیدې نو سترګې ئې تورې تورې شوې او په ټپه ودرید. هغه نه پوهیده چې د غوټۍ تر څنګه څوک دئ؟ هغه لا د شک او یقین په منځ کې وو چې په دې کې د غوټۍ خندا را وچته شوه. خندا نه وه د تندر ګوزار وو چې د ریدي په مغزو ولګید. لږه شیبه نه وه تیره چې غوټۍ خپل دواړه لاسونه اوچت کړل اوویې ویل:

- ډیرښکلي بنګړي دي.

او د دې خبرې سره سم ریدي خپلو بنګړو ته وکتل او په وچو شونډو ئې زور وکړ. ریدي لا خپلو بنګړو ته په ځیر ځیر نه وو کتلي چې هغه زلمي په زوره زوره وخندل او ویې ویل :

- لیونۍ دا بنګړي نه دي دا کرې دي کرې.

اوپه دې کې بیا ریدي پخپل بنګړو داسې زور کړی وو چې یوه دانه هم پکښې روغ نه وو پاتې شوی او د لاسونو په ورغوو کې ئې د بنګړو پرې داسې ښخې شوې وې چې په ګورتونو ئې سرې وینې را روانې وې.

غوټۍ لا همغه شان د زرګرۍ په دوکان کې د ګاڼو په لیدلو بوخته وه چې په  دې کې هغه بنګړیواله د دوو تنو محافظینو سره را ورسیده او بنګړیوالې غږکړ:

- دغه دئ همدا دئ ویې نیسئ.

ریدي یوځل بیا د زرګرۍ دوکان ته چې په ښایسته ګاڼو ښکلی شوی وو وکتل او په وینو ډک لاسونه ئې د محافظینو په لاسونو کې ورکړل او روان شو.

غوټۍ چې د هغه زلمي سره له دوکانه راکوزه شوه نو د خلکو د ګڼې ګوڼې په هکله ئې پوښتنه وکړه چې په دې کې ورته چاوویل:

- دبنګړوغل وو پولیسو ونیو.

غوټۍ چې لاندې وکتل نو د بنګړو په هغوماتو توکړو ولاړه وه چې ریدی ئې د غلا په جرم کې زندان ته یوړل شو او د بنګړو د غل له کلمې سره ئې داسې په بړق برق وخندل او بیا دا خندا د دغې ګڼې ګوڼې له خنداسره یوځای په هوا کې داسې خوره شوه چې نه پوهیده د بنګړوغل څوک دئ او پر چا خاندي.

بریالی باجوړی
کتونکی: سید ریاض