1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنگله دېش افغانستان ته سخته ماته ورکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د کرېکټ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې بنگله دېش افغانستان ته د ۱۰۵ منډو په توپير سخته ماته ورکړه. ټول افغان لوبغاړي په ۴۳ اورو کې د ۱۶۲ منډو په جوړولو سره وسوځیدل او ونه توانیدل چې د ۲۶۸ ټاکل شویو منډو هدف ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1Edfs
انځور: picture-alliance/dpa/Lukas Coch

لوبه هغه وخت د افغانستان له پاره ډیره سخته شویه چې یوازي د درو منډو په جوړولو سره یې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکړل. په لومړي اور کې افغانستان یوازې د یوې منډي په جوړولو سره جاوید احمدي او افسر ځاځی له لاسه ورکړل. تر دې وروسته اصغر ستانکزی په دویم اور کې هغه وخت وسوځید چې افغانستان لا یوازي درې منډي جوړې کړي وې.

دغه وضعیت پر افغان لوبډلي باندي فشار ډیر کړ. خو کله چې نوروز منگل میدان ته راغی لوبه تر یوه حده پوري قابو شوه. خو هغه هم په ۲۳ اورو کې پر ۵۷ توپو د ۲۷ مڼډو تر جوړولو وروسته وسوځید. تر منگل وروسته د کپيتان محمد نبي او سمیع الله شینواري لوبي افغانستان تر یوه حده پوري بیا لوبي ته هیله من کړ، خو په ۲۶ اور کې پر ۷۵ توپونو د ۴۲ مڼډو تر جوړولو وروسته شینواری وسوځید او لوبه بیا په بشپړه توگه د بنگله دیش په کنترول کې شوه.

د افغانستان له خوا تر ټولو ډیري مڼډي کپتان محمد نبي وکړي چې په ۴۳ توپونو کي يې ۴۴ منډې وکړې. خو هغه هم په ۳۸ اور کې وسوځید. تر نبي وروسته نور افغان لوبغاړي ډیر ژر یو په بل پسې له لوبي ووتل او په پای کې افغانستان یوازي د ۱۶۲ منډو په جوړولو له لوبې ووتل.

د افغان لوبډلي کپيتان محمد نبي تر لوبي وروسته وويل چي که ئې په لومړيو دوو اورو کي درې لوبغاړي نه وای سوځېدلي د لوبي د گټلي چانس ئې لاره.

بنگله دېش د لوبې پچه وگتله او د توپ جوړولو پریکړه یې وکړه. بنگله دیش په پنځوسو اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۶۷ منډې جوړي کړې. د بنگله دیش له خوا تر ټولو ډیري منډې مشفق الرحیم جوړي کې چې په ۵۶ توپونو کې ۷۱منډي وې. تر هغه وروسته د شکیب الحسن ۶۳ مڼدي هم د پام وړ وې.

د افغانستان له خوا حمید حسن دوه، محمد نبي یو، شاپور ځدران دوه، افتاب عالم دوه او میرویس اشرف دوه ویکته واخیسته.

په توپ وهنه کې ستونزه

افغان توپ اچوونکي وتوانیدل چې بنگله دیش د یوه لوړ هدف ټاکلو ته پرې نه ږدي او لوبه کابو کړي. خو افغان توپ وهوونکي و نه توانیدل چې خپله برخه لوبه په سمه توگه پر مخ یوسي. د کريکټ کارپوهان په دې نظر دي چې که افغان لوبډلي په لومړيو دوو اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه نه وای ورکړي نو د لوبه پایله بدلیدای شوای.

داسې ښکاري چې افغان لوبغاړی اوس هم لا ډیر وخت ته اړتیا لري چې په داسي وضعیتونو کې چې تر فشار لاندي وي ښه لوبه وکړي. کارپوهان وایي چې د توپ اچووني په برخه کې ښايي افغانستان دغه ستونزه له منځه وړي وي خو په توپ وهنه کې له ډیر کار ته اړتیا شته.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د فبروي مياشتي پر ۲۲مه نیټه له سریلانکا سره ده. تر هغه وروسته افغان لوبغاړي د سکاتلند، استرالیا، نیوزیلاند او انگلستان سره لوبيږي.