1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهاییان څوک دي؟

۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د بهايي مذهب د ۱۹ مي پیړۍ په نیمايي کي د میرزا علي نوري (بها الله «یا د خدای جلال») له خوا په پارس کي تأسیس سو. بهائیت چي د شیعه مذهب څخه مشتق سو، خپل ځان وروستی واحد اسماني مذهب بولي او د ټوله بشریت یووالي ته عقیده لري.

https://p.dw.com/p/3PKpD
Rohiya Tabet
انځور: privat

هغه د یوازي نمایندگي کولو او مطلق کولو ادعأ ردوي او په اوس وخت کي د مذهبونو وظیفه دا بولي، چي سولي او تفاهم ته زمینه برابره کړي.

د دوی د عقیدې او تعلیماتو د پراخولو په نتیجه کي دغه مذهب تر ایران دباندي په منځني ختیځ کي هم خپور سو: د ۱۸۹۰مو عیسوي کلونو راوروسته هغه په اروپا او امریکا کي هم پراخ سو. دغه مذهب اوس په ټوله نړۍ کي تقریبأ شپږ ميلیونه پیروان لري. د بهايي مذهب د عقیدوي افکارو پراخولو مرکز(د عدالت عمومي مرکز) د اسرائیلو په حیفا کي دی.

Iran Bahai,s
انځور: persian.iranhumanrights.org

په جرمني کي بهايي مذهب ۶۰۰۰ پیروان لري او په ۲۰۱۳م کال کي هغه د ایسن په ایالت کي د یوې رسمي مذهبي ټولني په توگه په رسمیت وپیژندل سو.

د هغوی په اصلي هیواد پارس (اوسني ایران) کي هغه تر ټولو لوی مذهبي اقلیت دی، خو له ۱۹۸۳م کال راهیسي هغه منع دی. د هغوی پیروان هلته تر تعقیب لاندي دي او په سیستماتیک ډول سرکوبه کیږي.

څنگه چي د اسلامي عقیدې پر اساس تر محمد(ص) وروسته بل پیغمبر نه سته او بهايي مذهب بیا ځان یو جلا مذهب بولي، دا نو د اسلامي لمړنیو افکارو سره په ټکر کي راځي. له بله طرفه د دوی دا مفکوره چي ټوله مذهبونه سره یو دي او يو پر بل باندي برتري نه سره لري، هم د اسلامي افکارو سره په ټکر کي راځي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 16.10.2016)