1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"بهرنیان دي د ټاکنو په مسلي کي مداخله نه کوي"

۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبه

افغان حکومت د نړیوالي ټولني څخه د دوشنبه په ورځ غوښتي چي د دغه هیواد د پارلمانی ټاکنو په کړکیچ کي مداخله و نه کړي. دغه غوښتنه وروسته له هغی کیږي چي افغان وکیلانو د ټاکنو د کړکیچ په حلولو کي د نړيوالي مرستي غوښتنه کړي ؤ

https://p.dw.com/p/11kGX
د افغان ولسمشر ویاند، وحید عمر
د افغان ولسمشر ویاند، وحید عمرانځور: DW/Farahmand

افغان چارواکو وروسته له هغی د نړیوالي تولني څخه دغه غوښتنه وکړه چي د ولسمشر کرزي لخوا جوړه شوي، د ټاکنو ځانګړي محکمي 62 د پالمان غړي په درغلیو تورن کړل او پر ځای يي نوي وکیلان پارلمان ته وروپیژنل.

خو وکیلانو بیا دغه پریکړه څه، بلکه د ټاکنو ځانګړي محکمه هم رد کړي او د نړیوالي ټولني او ملګرو ملتونو څخه يي غوښتي چي دوي سره په دغي برخي کي مرسته وکړي.

د ټاکنو د ځانګړي محکمي پریکړه د افغان چارواکو او د ټاکنو د نړیوالو کتونکو لخوا غندل شوی او ورته د یوی «غیري قانوني» پریکړی خطاب ورکړل شوي ‌دي.

ځینی کار پوهان خو بیا آن وایي چي کرزی د خاصي محکمي په جوړولو سره، غواړی خپله سیاسي اجندا تعقیب کړي.

افغانستان کي دغه سیاسي کړکیچ په داسی حال کی رامنځ ته کیږی چی د راتلونکي کال تر دوبي پوري به افغانستان څخه 33000 امریکایي سرتیري ووځي.

د کرزي لخوا جوړي شوي د ټاکونو ځانکړي محکمي، خپله پریکړه یواځی څو ساعته وروسته له هغي اعلان کړه، چی بارک اوباما افغانستان څخه د امرکایي سرتیرو د ښکلو په اړه خپله پریکړه د یوي تلویزیوني بیانیي په ترڅ کي واوروله.

د ځانکړي محکمي پریکړي ډیری غربی سیاستوال حیران کړل او د کرزی او غربی هیوادونو منځینۍ اړیکي یي له پخوا څخه لا ډيري ترنګلي کړي.

وروسته له هغه چی د ټاکنو ځانکړي محکمي، خپله پریکړه اعلان کړه، د افغانستان د پارلمان غړو د ملګرو ملتونو مشر ته یو لیک و استوه چي په کي یي د هغه څخه د ځانګړي محکمي په هکله مرسته غوښتي ؤ.

خو د افغان ولسمشر ویاند، وحید عمر، ویلي چي د ټاکنو مسله د افغانستان یو کورني ستونزه ده او باید خپله افغاني سازمانونه یي حل کړي.

عمر زیاته کړي چي که بهرني هیوادونو په دغه بهير کي لاس وهنه وکړي نو دا به د افغانستان د قوانینو پر خلاف وي.

«په دغه کړکیچ کي بهرني مداخله به نه یوازي مرسته و نه شی کولاي، بلکه دا ‎به د افغانستان په داخلي امورو کي د مداخلي په معنی وي.»

دا په داسي حال کي ده چي افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، ستیفن دیمستورا، پر افغان وکیلانو غږ کړی چي داسي کوم کار و نه کړي چي په ملک کي د ناآرامي لامل شي.

د ټاکنو د ځانګړي محکمي پریکړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا هم رد شوي. دغه کمیسیون ویلي چي هیڅ څوک نه شي کولای چي د ټاکنو وروستیو پایلو ته تغیر ورکړي.

آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی/ نجیب الله زیارمل