1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنۍ کمپنۍ افغان حکومت ته ماليه نه ورکوي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه

یو شمېر لویي بهرنۍ کمپنۍ چې په افغانستان کې فعالیت کوي دغه هيواد ته د ماليي له ورکولو څخه ډډه کوي. د رپوټونو له مخې دغو کمپنیو په تیرو څو کلونو کې د ماليي له اړخه د حکومت په ميلیونونو ډالر خوړلي دي.

https://p.dw.com/p/17CkB
انځور: Jakob Studnar/dapd

افغان دولت څه موده دمخه د یوې نوي کړنلاري له مخې پر ټولو بهرنیو لویو او کوچنیو کمپنیو غږ وکړ، چې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې خپل پخواني او اوسني حسابونه تصفیه او د ماليي له ورکولو له تېښتي ځانونه وژغوري.

په دغو کمپنیو کې یوه یي هم ناټو ځواکونو ته د خوراکي او سونګ توکو د رسولو لویه کمپنۍ سوپریم ګروپ نومیږي.

د ولسي جرګې د ترانسپورت د جرګه ګۍ چارواکي وايي، چي دغه شرکت څه باندي دیرش ميلیونه ډالر مالیه حکومت ته نه ده ورکړي او حتی د ناقانونه موادو په رسولو بوخت دي.

د ولسي جرګې د ترانسپورت د جرګه ګۍ مشر ډاکټر کلیمزی وایي، چي په وار وار یي د سوپریم ګروپ مشرتابه ته دا موضوع ابلاغ کړي لیکن هغوی پرې غوږ نه دی ګرولی:

«یوازي سوپریم ګروپ چې له امریکا او ناټو سره د لوژستیکي موادو قرار داد لري، له تیرو درو څلورو کلونو راهیسي یې حکومت ته ټکس نه دی ورکړی، په ميلیونونو ډالر ورباندي پاته دي او زموږ قوانین یې تر پښو لاندي کړی دی.»

افغان دولت د خپلي اقتصادي بسایني لپاره اوس د مالیاتو د پر وخت را ټولولو پروسه ګړندۍ کړي ده.

په دغه لړ کې د لویو مالیه ورکونکو د پیژندګلوۍ له پاره څو ډلي ټاکل شوي دي، د هغوی د ماليي اندازه او څرنګوالی وڅیړي او د ماليي وزارت ته یې په اړه وخت پر وخت راپور ورکړي.

پوښتنه دا ده چې ولي افغان حکومت له لویو شرکتونو او کمپنیو څخه مالیه نه شي را ټولولای؟

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمېسیون رئیس زلمی زابلی وایي سوپریم نومی او ورته نور داسي لوی شرکتونه چې په امریکایانو پوري تړلي دي په مافیايي ډول عمل کوي او د افغان حکومت د خبرو پروا نه لري:

«دا شرکت چې سوپریم نومیږي، مافیايي شرکت دی، هغوی نه د میدانونو تکس ورکو، نه مالیه ورکوي، او ۴۷ الوتکي یې له تاجکستانه راوړي او هغه یې راجستر هم نه دي، حتی د هغوی الوتکي زموږ د قوانیو مطابق الوت نه کوي.»

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت هم مني چې تر دې دمخه یو شمیر لویو بهرنیو شرکتونو پر حکومت د فشار اچولو له لاري هڅه کوله چې خپل سريو ته لاره اواره کړي لیکن اوس تر ډیره دغه فشارونه لږ شوي دي. د دغه وزارت وياند ننگيالی قلاتوال وايي: «دولت دنده لري چې ټولي ستونزي وڅېړي او دا باید ژر تر ژره اواري شي، موږ کوښښ کوو چې د لویو شرکتونو له لوري په خاصه توګه د ترانسپورت په برخه کې قانون ماتوني په ټپه ودروو.»

تر دې دمخه افغان ولسمشر حامد کرزي هم یو شمیر بهرني غیر حکومتي ادارې په افغانستان کې په فساد کې ښکیلي بللي وې. هغه ویلي وو چې لوی فساد د بهرنیانو له لوري په افغانستان کې پیل شوی او د افغانانو فساد هومره نه دی چې د هيواد راتلونکې ته لوی ګواښ وبلل شي.