1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

به نړۍ کې د کورني بیځایه شوو ډیریدل

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه

ملگرو ملتونو د کورنيو بیځایه شوو د ډیریدو خبر ورکړی دئ او ویلي ئې دي چې دغه ستونزه به په راتلونکو کلونو کې لا ډیره شي. جگړه، اقلیمي بدلونونه د نفوس ډیریدل او د خوراکې توکو کمښت د دې ستونزې لاملونه گڼل شوي دي.

https://p.dw.com/p/156EE
انځور: AP

د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د «نړۍ د بیځایه شوو د وضعیت» تر نامه لاندې یو رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې د ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۱ کاله موده شامله ده.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې په نړۍ کې هغو کسانو په شمیره کې زیاتوالی راغلی دئ چې په خپلو هیوادونو کي دننه بېځایه شوي دي. د رپوټ په حواله په دې موده کې د ۲۶ میلیونو په شاوخوا کې وگړي دخپلو هیوادونه په دننه کي بیځایه شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې د ۱۵ څخه تر ۱۶ میلیونه کسان نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.

په دې رپوټ کې د سوماليې، افغانستان، یمن او عراق هیوادونو ته اشاره شوې ده چې پکښې له کورنيو بېځایه شوو سره مرسته ډیر لګښت ته اړتیا لري او د اندیښنې وړ ده. په دغو هیوادونو کې کار کول ستونزمن او د جنګ او نا امنیو له کبله د مرګ خطر له ځان سره لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کيمون، د دغه رپوټ په مقدمه کې لیکلي دي:

«په نړۍ کې په ۲۰۱۱ کال کې د بیځایه شوو کسانو شمیره په تیرو ۱۶ کلونو کې ساری نه لري. دغه موضوع د پخوا په پرتله ډیره ستونزمنه او پیچلې شوې ده.»

بانکیمون زیاته کړې ده: «اوس جگړه او د بشر له حقونو څخه سرغړونه د بېځایه کیدو اصلي عوامل دي. دغه ستونزې د نفوس د زیاتیدو، د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو له کمښت سره تړلې او پيچلې دي.»

په دې راپور کې د کارپوهانو په حواله لیکل شوي دي چې د طبیعي پېښو په شمیر کې د زیاتوالي او شدت له امله همدا اوس په میلیونونو کسان بیځایه شوي دي او په راتلونکې کې به دغه شمیره لا پسې زیاته شي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د اقلیمي شرایطو بدلون به د محدودو منابعو پر سر د شخړو سبب شي چې دا به هم پخپل وار سره د کورنیو بیځایه شوو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راوړي.

اتیا سلنه کډوال د پرمختګ په حال کې هیوادونو کې ژوند کوي. ۱.۷ میلیونه افغانان په پاکستان، او څه د پاسه یو میلیون په ایران کې میشت دي. دا یوازې هغه شمیرې دي چې په رسمي ډول ثبت شوې دي. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو لویې کمیسارۍ له مرسته کوونکو او صنعتي هیوادونو څخه غوښتي دي چې له کډوالو سره پخپلو مرستو کې زیاتوالۍ راوړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیسار ویلي دي چې له بیځایه شوو سره ئې په پراخه پيمانه مرستې کړې دي او هڅه به وکړي چې له هغو ۱۲ میلیونو وګړو سره هم مرسته وکړې چې تر اوسه پورې د کوم هیواد تابعیت نه لري.

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: مسعود جهش