1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بورکينا فاسو ـ په هوټل کي يرغمل نيول نيونه پای ته ورسول سوه

۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

د بورکينا فاسو د واګادوګو پر يو هوټل د وسله وال بريد او يرغمل نيوني څو ساعته وروسته امنيتي چارواکو د ۱۲۶ يرغمل نيول سوو کسانو په آزادولو عمليات پای ته ورسول. په دې ترڅ کي د درو ترهګرو تر څنګ ۲۲ انسانان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/1HeYD
انځور: Reuters/Reuters TV

د بورکينافاسو په پلازمېنه کي د درو وسله والو له خوا نیول سوی هوټل د امنيتي چارواکو په عملياتو کي ِآزاد کړل سوی دی. په دې ترڅ کي ۱۲۶ يرغمل نيول سوي کسان آزاد کړل سوي او درې ترهګر وژل سوي دي. څلورم وسله وال کس چي و ګاونډي هوټل ته ورغلی ؤ، هم وژل سوی دی.

د بورکينا فاسو ولسمشر روچ مار کريسټيان کابورې ويلي دي چي هغه درې وسله وال چي د «سپلېنډيډ» په نوم هوټل کي يې انسانان يرغمل نیولي ول او وروسته ووژل سول، په اصل کي دوې يې وسله والي ښځي وې.

د عیني شاهدانو په وينا د جمعې به ورځ په لومړي سر د واګادوګو ښار د دغه هوټل مخي ته په دوو موټرو کي لويي چاودني وسوې. د هغه وروسته وسله وال کسان چي مخونه يې پټ کړي ول، په هوټل ننوتل. وسله والو کسانو په دغه پنځه ستوري هوټل کي يو شمېر انسانان يرغمل ونيول. د دغو بريدونو او يرغمل نيوني پړه دوو توندلارو اسلامپالو ډلو په غاړه اخيستې ده.

د واګادوګو د پوهنتوني روغتون رئيس ويلي دي چي دوی ته د دغې پيښي ۱۵ ژوبل سوي کسان وروړل سوي دي. د هغه په وينا په دغو ژوبل سوو کسانو کي يوه اروپايي مېرمنه هم شامله ده. د روغتون د رئيس په وينا دغې ژوبل سوي اروپايي ښځي ويلي دي چي داسي معلومېدل چي وسله والو په لوېديځوالو پسي لټون کاوه. ويل سوي چي ژوبل سوو کسانو د لږ تر لږه ۲۰ انسانانو د وژل کېدو خبره کړې ده. د بورکينا فاسو د اطلاعاتو وزير په ټويټر وېبپاڼه کي ليکلي چي تر اوسه و هوټل ته نژدې د لسو انسانانو مړي موندل سوي دي. د اسلامپال وسله والو له خوا د بورکينا فاسو هيواد پر پلازمېنه واګادوګو دا لومړی بريد دی.فرانسوي عسکر هم برخه وال دي

Burkina Faso Anschlag auf Splendid Hotel in Ouagadougou
انځور: Reuters

په ښه لوړه اندازه مسلحو بريد کوونکو اول د هوټل څخه دباندي و «کاپوچينو» نومي چای خانې ته اور واچوی او د هغه وروسته د «سپلېنډيډ» په نوم پنځه ستوري لرونکي هوټل ته ننوتل. دغه هوټل په زیات بيا د بهرنيانو تر منځ ډېر محبوبه دی او دلته د نور تر څنګ د ملګرو ملتونو همکاران مېلمانه وي. هغه وسله وال چي په هوټل ننوتلي ول، هغوی د پوليسو سره وسله واله نښته پېل کړه، کله چي پوليس هوټل ته ورنژدې سول. په سيمه کي شاوخوا لويي چاودنې هم واورېدل سوې.

د يو ساعت ډزبندي وروسته امنيتي چارواکي په دوو ډلو وويشل سول. دا په داسي حال کي چي دغه وخت لا د هوټل يو څو برخي د اور په لمبو کي راګيري سوي وې. د بورکينا فاسو حکومت ويلي دي چي د ځايي چارواکو سره ځانګړي فرانسوي عسکر هم مرسته کوله، کوم چي په دغه هیواد کي مستقر دي. بورکينا فاسو پخوا د فرانسې مستعمره وه.

۱۲۶ يرغمل د وسله والو له منګولو آزاد کړل سول

د بورکينافاسو د اطلاعاتو وزير ويلي ول چي د شپې پر وخت امنيتي چارواکي د ۳۳ هغو يرغمل کسانو په را آزادولو کي بريالي سول، چي ژوبل سوي ول. زیاته سوې وه چي په دغو کسانو کي د بورکينافاسو د کار او روزګار وزير کلېمنت ساوادوګو هم شامل دی. د بريد پر وخت دغه وزير هم په هوټل کي موجود ؤ. هغه عملیات چي په ترڅ کي يې امنيتي چارواکي هوټل ته ننوزي، تر سهار پوري يې ادامه پيدا کړه او د ۱۲۶ يرغمل نيول سوو کسانو په آزادولو او د درو ترهګرو په وژلو دغه عمليات پای ته ورسېدل. د فرانس پريس خبري آژانس خبريال خبر ورکړی دی چي د هوټل په لوړو منزلونو کي د ډزو ږغونه تر غوږو کېدل. د فرانسې سفارت ويلي ول چي د شپې پر وخت ګرځبنديز ؤ. سفارت په دغه ښار کي پر فرانسوي اتباعو ږغ کړی ؤ چي په خپلو کورونه کي دي پاته سي.

د دغه بريد پړه په مغرب کي د القاعدې شبکې او د المرابطون په نوم وسله والو ډلو به غاړه اخيستې ده. دغو ډلو ويلي چي د دغه بريد مقصد يې «د فرانسې او د بې عقيدې لوېديځ څخه غچ اخيستل ؤ.» د اسلامپالو د وېبپاڼو د ارزيابي تخصص لرونکي امريکايي شرکت ويلي دي چي بريد کوونکي د المرابطون د ډلې غړي دي، کومه چي په مالي هيواد کي فعاليت لري او مشري يې د مختاربالمختار په لاس کي ده. د فرانس پريس خبري آژانس خبريال ليدلي چي بريد کوونکو پګړۍ پر سر وې.