1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوریس جانسن د بریکزت په اړه له میرکل او مکرون سره ویني

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د بریتانیا رسنیو خبر ورکړی چې د دې هیواد نوی لومړۍ وزیر به هڅه وکړي چې د فرانسې او آلمان مشران د بریکزیت په اړه د خبرو بیا پیلولو ته راضي کړي. جانسن په خپله د بریکزیت سخت پلوي دی او پر اروپا یې ډیرې نیوکې کړي.

https://p.dw.com/p/3O5Rg
UK Boris Johnson tritt in die 10 Downing Street ein
انځور: Reuters/H. Mckay

بریتانیاوي رسنیو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۷مه) خبر ورکړ چې د دې هیواد لومړی وزیر بوریس جانسن، به په روانه اوونۍ کې آلمان او فرانسې ته په خپل سفر کې هڅه وکړي چې اروپايي مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې د بریتانیا پارلمان د بریکزیت مخه نه شي نیولي. هغه به همداراز له دې مشرانو څخه د دې غوښتنه هم وکړي چې پر بریکزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه مذاکرې له سره پیل کړي چې د اکتوبر پر ۳۱مه نیټه پرته له کوم تړون څخه د بریتانیا او اروپايي ټولنې د بیلیدو مخه ونیول شي.

د ګاردین ورځپاڼې په حواله د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل او د فرانسې له ولسمشر څخه د لیدنې په موخه د بوریس جانسن سفر د سه شنبې ورځې له پاره پلان شوی دی. دا به په جولای میاشت کې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته د بوریس جانسن لومړی بهرنی سفر وي.

د سندې تیلیګراف ورځپاڼې بیا لیکلي دي: «تمه کیږي چې جانسن هغوی ته ووایي چې دوه میاشتې وخت لري ترڅو له داسې یوه تړون سره موافقه وکړي چې د کابینې او پارلمان له پاره د منلو وړ وي. له داسې یوه تړون برته به بریتانیا په هالوین کې پرته له کومې موافقې ووځي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې اروپايي ټولنې له بوریس جانس سره د بریکزیت په تړاو د نویو خبرو اترو له پیلولو ډډه کړې ده. دغه ټولنه وايي چې لا وختي یې له پخوانۍ لومړۍ وزیر تریسا مې، سره پر یوه تړون توفق کړی دی.

خو د مې او اروپايي ټولنې تر منځ تړون درې وارې د بریتانیا د پارلمان له خوا رد شوی دی. همدا تړون د دې لامل شو چې هغه مخکې له وخته له خپلې دندې استعفأ وکړي.

ویل کیږي چې بوریس جانسن به په فرانسې کې د G7 په غونډې کې تر ګډون مخکې د اروپایي شورا له مشر دونالد تسک سره هم وویني.

داسې ښکاري چې بوریس جانس له خپلو اروپايي متحدینو سره د لیدنې پر مهال ډیر سخت کار په مخې کې لري ځکه هغه په وروستیو وختونو کې د اروپا ضد یوه سیاسي کارنامه لري. جانسن دا هم منلې ده چې کله یې د خبریال په توګه کار کوه نو د اروپا پر ضد یې داسې مضمونونه لیکلي دي چې ده له ځانه جوړ کړي وو. په دې مضمونونو کې یو هغه هم شامل دی چې ګواکې اروپايي ټولنې پر داسې قوانینو کار کوه چې له مخې یې پر یو ډول چپس بندیز لګول کیده.

جانسن همداراز له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو له سختو پلویانو څخه وو. دا ښايي وخت روښانه کړي چې هغه به د خپلې واکمنۍ پر مهال دغه هیواد په رښتیا هم له اروپايي ټولنې وباسي او که نه.

(ms/aa (AFP, Reuters