1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: امريکا د پخوا په شان د ګرجستان خواته ولاړه ده

۱۳۸۷ مرداد ۲۴, پنجشنبه

پر روسيې باندي د ډيپلوماتيک فشار د ډيرولو او ګرجستان ته د امريکايي بحري قواوو په واسطه د بشري کومکونو په ليږلو سره جمهوررييس بوش په ګرجستان کښي د ورستيو پيښو په مقابل کي عکس العمل ښکاره کۍ

https://p.dw.com/p/ExGR
د امريکا جمهوررييس جورج بوش او د هغه هيواد ددفاع وزير رابرت ګيټس
د امريکا جمهوررييس جورج بوش او د هغه هيواد ددفاع وزير رابرت ګيټسانځور: AP

بوش پرون تر غرمې دمخه په سپينه ماڼۍ کي د ګرجستان دحکومت سره خپله همدردي څرګنده کړه .

ده د روسيې څخه يو وار بيا وغوښتل چي پر خپلو وعدو وفا وکي،اود اوربند شرايط چي پخپله روسيې منلي دي ، پر هغه باندي ودريږي . ده وويل : «متاسفانه موږ ته خبرونه رارسيږي ،چي هغه د روسيې د وعدو سره سم ندي .موږ ددې خبر څخه انديښنه لرو چي روسي پوځونو د ګوري په شرق کي سره ځای پر ځای سوي دي ، چي دهغه له کبله د ګرجستان د ختيځ-لويديځ لار محاصره سوې ، او دغه هيواد يې سره جلا کړی، چي هغه بيا په خپل وار تفليس تهديدولای سي.»

روسي ځواکونه د ګرجستان سرحد ته نږدې د ابخازيا په سيمه کي
روسي ځواکونه د ګرجستان سرحد ته نږدې د ابخازيا په سيمه کيانځور: AP

ددې خبر څخه هم تشويش موجود دی ، چي د هغه پر اساس روسي پوځونو په ساحلي ښار کي ځای پر ځای سوي دي ، او ګرجي کښتۍ له منځه تللي دي .

سربيره پر دې بوش ددې څخه هم انديښنه ښکاره کړه، چي ګرجستان ملکي خلګ هم د حملو څخه په امان ندي . ځکه نو ده د يوې سلسلې تدابيرو د نيولو امر ورکۍ.

بوش وويل«زه د امريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزيره کوندوليزا رايس فرانسې ته ليږم ، تر څو دا د فرانسې د جمهوررييس نيکولا سرکوزي سره پدې اړه مشوره او خبري وکي . دا به بيا تبلیسي ته ولاړه سي او هلته به د ګرجستان د ډيموکراتيک حکومت ته شخصاً ډاډ ورکړي، چي امريکا د پخواپه ډول د جرګستان خواته ولاړه ده.»

د بوش د اعلام پر وخت چي بشري مرستي دي د امريکايي پوځ په واسطه د ملکي خلګو سره تر سره سي د هغه و بغل ته هم ددفاع وزير ګيټس او هم خارجه وزيره کوندليزارايس ولاړه وه.

جورج بوش په سپينه ماڼۍ کي د ګرستان سره د بشري مرستي د اعلانولو پر مرحال چي يو او بل اړخ ته يې ددفاع او بهرنيو چارو وزيران هم حاضر ول
جورج بوش په سپينه ماڼۍ کي د ګرستان سره د بشري مرستي د اعلانولو پر مرحال چي يو او بل اړخ ته يې ددفاع او بهرنيو چارو وزيران هم حاضر ولانځور: AP

بوش زياته وويل:« دغه ماموريت به ثابت او دوام داره وي. يوه امريکايي پوځي الوتکه د بشري مرستو سره پر لاري ده او په راتلونکو ورځو کي به موږ د امريکايي الوتکو او سمندري ځواکونو په وسيله نوري بشري مرستي هم تر سره کړو. موږ تمه لرو چي روسيه پر خپلو ژمنو باندي ودريږي او ټولي بشري مرستي دغه هيواد ته ورپريږدي.»

دغه راز د متحده ايالاتو حکومت انتظار لري چي روسيه لکه څنګه چي يې وعده کړې ده، چي د ملکي خلګو او بشري مرستو لپاره د تګ راتګ او روابطو نيولو لاري خلاصي پريږدي. بوش وويل چي جنګ ته بايد خاتمه ورکړل سي او ټول روسي پوځونه چي په دې وروستيو ورځو کي ګرجستان ته ورننوتلي دي، بيرته ددغه هيواد څخه ووزي.