1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: په افغانستان کي به پر القاعدې او طالبانو باندي نوره هم کړۍ تنګه کړو

۱۳۸۷ شهریور ۲۰, چهارشنبه

د امريکا مشر د تروريزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د نورو 8000 سرتيرو د استولو اعلان وکړی.

https://p.dw.com/p/FFNX
امريکايي عسکر
امريکايي عسکرانځور: AP

بوش د سه شنبې په ورځ د امریکا په يوې پوځي قرارګاه کي پوځيانو ته په وينا کي وويل: په عراق کي دښمن خطرناک دی، خو موږ يي په وړاندې په يرغل کي يو. د عراق پوځ اوس په پرمختلونکې توګه په خپله جګړه کوي. دا يو بری دی، چي د هغه پر بنسټ موږ خپل پوځونه بيرته هيواد ته رابلای سو!».

بوش په واشنګتن کې د سرتيرو په وړاندې اعلان وکړ چې تر راتلونکې فبروری مياشتې پوری به په عراق کې له 145 زرو د زياتو ځای په ځای شويو سرتيرو څخه به 8000سرتيری دغه هيواد خوشی کړی. دا ډير نه دی. خو ښايي چې د ده په وينا په راتلونکی زيږديز کال کې نور ځواکونه هم خپل هيواد ته ستانه شی. ښکاره ده چې پريکړه به يی راتلونکی جمهور ريس کوی. د امريکې د متحدو ايالتونو ولسمشر د ترور پرضد د جګړې په هکله په خپله وروستی وينا کې په ګوته کړه چې په افغانستان کې د عراق په پرتله بل ډول او ډير زورزياتی موجود دی.

بوش په عراق کي د امريکايي عسکرو سره
بوش په عراق کي د امريکايي عسکرو سرهانځور: AP

«سره له هغو ښيګڼو چې موږ په دغه هيواد کې لاسته راوړی دی، بايد نور څه هم وشی. دا په دې مانا چې د عراق له تجربې نه بايد نور امنيت هم راشی او په دې توګه نور سرتيری پکار دی.»

امريکاييان افغانستان ته د راتلونکی نوامبر په مياشت کې نوې خاص کنډک استوی، چې د جنوری په مياشت کې به مکمل امريکايي بريګاد ورپسې وی. څرنګه چې بوش وايي، ټول 5000 سرتيری به د ناتو له ملګرو سره يو ځای په افغانستان کې د طالبانو او القاعده جنګيالي په شا وتمبوی.

په کندهار کې يو امريکايي عسکر د خپل پټځای نه څارنه کوی
په کندهار کې يو امريکايي عسکر د خپل پټځای نه څارنه کویانځور: AP

د امريکې ولسمشر وويل چې طالبان او القاعده د پاکستان د خاوري څخه خپل يرغلونه پلان او عملي کوي.په دې توګه يي خپل نوې ټاکل شوی همکار زرداری ته ورپه ياد کړه چې له تروريزم سره جګړه دده دنده هم ده. بوش په داسې حال کې چې د بی ګناه خلکو د وژل کيدو له امله يي خواشيني څرګندوله ، په مشخصه توګه يي په افغانستان کې د امريکایی بمی بريدونو څخه يادونه ونه کړه.

ده د بيګناهو وژل شويو کسانو له کورنيوسره خواخوږی څرګنده کړه او ژمنه يي وکړه چې امريکايي ځواکونه او د دوی ملګری به ټول هغه څه ترسره کړی چې د داډول تراژيدو بد مرغيو مخه ونيسی.

بوش د خپلو خبرو په پای کي د پخواني بری امنيت ته راوګرځيد:«طالبان او القاعده به بيا په افغانستان کې پر قدرت کښېنه ني. د تروريستانو حال به هلته هم هغسی وی لکه په عراق کې ـ موږ به په دوی بريالی شو».


خو د دې په وړاندې ديموکرات بارک اوباما، چې غواړی د يوه ټاکلی پلان له مخې ډير زر د عراق جګړې ته خاتمه ورکړی، بې له دې چې د خلکو چکچکو ته پام واړوی، د بوش او ولسمشرۍ ته د جمهوری غوښتونکو د کانديد جان ميک کين پر خلاف په اوهايو کې د ولسمشر په وينا نيوکې وکړې او ويی ويل:« د امريکې د متحدو ايالتونو د جګړه ايزو ځواکونو د ايستلو له يوه ټاکلی پلان پرته به د عراق حکومت تر اړيين فشار لاندې رانشی، چې خپل منځنی اختلافونه يوې خواته پريږدی.د بوش پرنسيب چې وايی له بری وروسته بايد ځواکونه وطن ته ستانه شی، بله مانا نلرې، غير له دې نه، چې ستراتيژيکه اشتباه بيا تکرار شی. چې زموږ بهرنی سياست يي د پنځو کالو راهيسې تکراروی».