1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بوکو حرام» په کاميرون کې ۸۰ تنه تښتولي

rtr,dpa,afp۱۳۹۳ دی ۲۹, دوشنبه

افراطي اسلامپالي ډلي «بوکو حرام» اوس په کاميرون کې یرغلونو پېل کړي دي. د کاميرون د پوځ د معلوماتو له مخي دغي ډلي په شمال کې پر کلیو یرغلونه کړي او يو شمیر خلک يې تښتولي دي چې پکې ډیر ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1EMSW
انځور: picture-alliance/epa

د کاميرون د پوځ ویاند ویلي دي چې د «بوکو حرام» ډلې شکمنو جنگیالیو د دغه هیواد په شمال کې پر ډیرو کلیو باندي بریدونه کړي دي. د هغه په خبره برید کوونکو ۳۰ تنه لویان او ۵۰ ماشومان چې عمرونه یې د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ دي تښتولي دي.

د کاميرون هیواد د حکومت ویاند عیسی شیروما، دغه بریدونه او د خلکو تښتول تائید کړي دي. هغه ویلي دي چې شا او خوا ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي. خو د تښتول شوو کسانو د شمیر په هکله يې څه نه دي ویلي.

د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د بوکو حرام، په سلونو جنگیالیو د کلیو پر اوسیدونکو باندي يرغلونه کړي دي. ويل شوي دي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې نزدې درې تنه وژل شوي دي. د کاميرون پوځ ځوابي تعرض پېل کړی دی.

په نایجیریا کې بمي چاودنه

د نایجیریا په شمال ختیځ کې بيا په یو موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د يوې ځايي رسنۍ (Vanguard) په حواله او ځایي خلکو د وینا له مخې په دغه چاودنه کې ډیر کسان ټپیان شوي هم دي.

ويل شوي دي، چې له چاودیدونکو موادو ډک موټر چلونکي، د یوبی ایالت په پوتسیکم ښار کې د سرویسونو په تم ځای کې موټر ته چاودنه ورکړې ده. د دغه برید پړه تر اوسه کومي ډلې پر غاړه نه ده اخیستي. دغه سیمي ته په تیرو څو میاشتو کې بوکو حرام ډله ځير وه.

بوکو حرام د نایجیریا په شمال کې چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، د يوه اسلامي دولت د جوړولو له پاره جنگيږي. دغه افراطه ډله له کلونو راهیسې خونړي بمي بریدونه کوي، چې د اټکلونو له مخې تر اوسه پکښې نزدې ۱۵۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.

دغي ډلي په ۲۰۱۴م کال خپلې جگړې ته لا پسې زور ورکړ. له تیر میلادي کال راهیسې بوکوم حرام د خپلو بریدونو لمن د کاميرون هیواد شمال ته هم غځولې ده. د کاميرون په شمال کې د بوکو حرام تازه برید په دغه هیواد کې تر اوسه تر ټولو سخت برید گڼل کیږي.

تل د تښتوني پیښي رامنځ ته کیږي

د رپوټونو له مخې د بوکو حرام ترهگره ډله تل خلک تښتوي، زیاتره بیا ځوانان. د امنيتي چارو د کارپوهانو له نظره ځوانان په زوره د جگړې لیکو ته جذبول کیږي او له ځوانو نجونو څخه د ناوړه جنسي استفادې په خاطر د مینځو په توگه کار اخیستل کیږي.

دغي ډلي له خوا د تیر کال په اپریل میاشت کې په نایجیریا کې د یوه ښوونځي د ۲۰۰ نجونو د تښتوني پیښي نړیوالو ته تکان ورکړ. د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې په یوه خپره شوې ویدیو کې یو کس چې ادعا کوي د بوکو حرام د ډلې مشر ابوبکر شیکاو دی ویلي ول، چې دغه نجوني د دغي ډلي قوماندانو ته واده کړل شوي دي.