1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

بيره څه شی دی او علاج یې څه دی؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

له ۲۰۰۵م کال راهيسې په نړۍ کې پر بيره يا اختلال اضطرابي د اخته کسانو شمير ۱۵ سلنه لوړ شوی دی. دا رواني ناروغي څه علايم لري او څرنگه یې مخنيوی کولی شو؟

https://p.dw.com/p/3HDsy
Symbolbild Angst Depression
انځور: Fotolia/lassedesignen

د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) په حواله په ۲۰۱۵م کال کابو ۲۶۴ ميليونه انسانان له Anxiety يا بيرې څخه کړيږي. خو بيره يا اضطرابي اختلال په اصل کې څه ته وايي؟

بيره يو ډېر طبعې احساس او په ډېرو مواردو کې د توجې وړ هم ده ځکه چې موږ له خطره ساتي. خو په ځينو داسې موارد کې چې هلته انسان ته په  اصل کې هيڅ خطر متوجې نه وي، د بيرې احساسول Anxiety يا اضطرابي اختلال دی. له منطقي نظره که ورته وکتل شي نو دا بيره بيخې بې بنسټه وي خو بيا هم لکه حقيقي داسې احساسيږي.

عمومي اضطرابي اختلال 

Anxiety يا بيره څو ډوله وي د مثال په توگه د ځينو مخصوصو شيانو څخه بيره يا کرکه درلودل چې «فوبيا» هم ورته ويل کيږي. خو تر ټولو محدوده کوونکې یې عمومي اضطرابي اختلال دی. په داسې حال کې چې فوبيا په يوه مشخص وضعيت يا له يوه شي څخه په بيره پورې، د مثال په توگه له ځینو حشراتو يا په الوتکه کې د سفر څخه په بيره پورې تړلې ده، عمومي بیره بيا ډېر لږ مشخصه ده. دا لکه د يوه دوامداره ملگري يا يوه سيوري له انسان سره وي او هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کيدلای شي.

خو دا په دې معنا هم نه ده چې په دې رواني ناروغۍ اخته کسان دې تل په يوه ناوړه او کړيدونکي حالت کې وي. د ډېرو اغیزمنو له پاره دوامداره فشار يا ستريس عادي خبره گرځي. زياتره په دې ناروغۍ اخته کسان له ډېر چوکنيوالي د خپلو انديښنو د پټولو هنر زده کوي او خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي. خو بيا هم ناروغان د دې بيه پرې کوي.

عوامل

د بيرې يا ډار په رواني ناروغۍ د اخته کيدو عوامل بېلا بېل دي. ښځې د نارينه وو په مقابل کې دوه برابره زياتې اغيزمنې دي. ځينې خلک په جنيتکي توگه ډېر بيرې او رواني فشار ته تمايل لري. د يوه کس د ژوند چاپيريال او ناوړه تجربې هم د دې اختلال په رامنځته کيدو کې نقش درلودلی شي.

Schwarze Frau beim Joggen
څغاسته د آدرنالين په له منځه وړولو کې مرسته کويانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra-Images

ستړتيا، بې خوبي او د معدې او هاضمې ستونزې یې عامې نخښې دي. څوک چې احساس ولري چې د انديښنو او بيرو له گردابه نور نه شي وتلی او دا حالت یې شپږ مياشتې دوام پيدا کړي هغه ته توصيه کيږي چې له يوه ډاکتر سره مشوره وکړي. سربيره پر دې په ورځني ژوند کې يو څو کوچني تغيرات هم مثبت اثرات درلودلی شي.

ورزش

په اوونۍ کې دوه يا درې وارې د لږ تر لږه ۳۰ دقيقه ورزش ډېره گټه لري. دا هيڅ مهم نه دی چې سړی څه ډول سپورت وکړي: ځغاسته، د سپورت کلب ته تلل، فوټبال کول او لامبو ټول گټه لري. مهمه داده چې سړی ستړی شي.

بدني فعاليت د بيرې او فشار پر وخت د خارجيدونکي هارمون «آدرنالين» په له منځه وړو کې مرسته کوي. د سپورت پر وخت د انسان د زړه ضربان لوړيږي، بدن خوله کوي او سړی ژر ژر ساه اخلي. په دې ترڅ کې بدن د هغو علايمو سره چلن زده کوي چې د بيرې يا ډار د يوې حملې په وخت ورسره مخامخ کيږي.

خوراک

مناسب او سالم خواړه چې غلجات، ترکارۍ او د کب غوړي پکښې شامل وي، د ستريس په کمولو کې مرسته کوي. له کومو شيانو چې ډډه بايد وشي هغه نشاسته لرونکي خواړه دي لکه له نورمالو سپینو وړو پخه شوې ډوډۍ او يا له دې وړو تيار شوي مکروني. دا ډول خواړه په وينه کې د انزولين اندازه لوړه ساتي او د انزولينو زيات مقدار په بدن کې التهابي غبرگونونه پارولی شي چې پر مغزو منفي اغیزه کوي.

Symbolbild women in the gym doing yoga exercise for fitness
ژوره ساه اخيستنه د بدن په آرامولو کې ډېر مهم نقش لريانځور: Colourbox

قهوه يا کافي د هغو کسانو له پاره چې بيره او ډار لري، په دې کې د موجود مواد کافين له کبله ښه نه ده. کافي نه يوازې سړی ويښ ساتي بلکې کيدای شي د زړه ضربان هم لوړ کړي. بدن بيا دې ته د فشار يا بيرې د يوه سگنال په سترگه گوري.

د عضلاتو آرامول

پر مناسب خوراک او ورزش سربيره د عضلاتو د آرامولو تخنيکونه د رواني فشار يا بيرې په کمولو کې ډيره مرسته کوي د بيلگې په توگه يوگا، مراقبه او داسې نور د آرامتيا تخنيکونه. د ساه اخيستو يو ډول تخنيک چې له لارې يې سړی په آرام سره ساه اخيستل زده کوي، هم ډېر گټور دي. په دې توگه بدن آراميږي او د بیرې او فشار پر وخت خارجيدونکی هارمون په وينه کې کميږي.

خو که چيرې سپورت، مناسب خوراک او د آرامتيا دغه نور ټول تخنيکونه تر دوو مياشتو پورې فايده ونه لري نو سړی بايد بيا يوه ډاکتر ته مراجعه وکړي. 

Sophia Wagner (B.S/N.Z)  

زموږ له آرشيف څخه: