1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيگناه » کورناز « شکنجه شويدی

M.H.BARAY@web.de۱۳۸۵ شهریور ۱۹, یکشنبه

تُرکي الاصله آلمانی مورات » کورناز « د ٢٠٠١ ميلادي کال د نومبرپه مياشت کې، له تروريستي ټولنوسره د اړيکودرلودلوپه تور، په پاکستان کې ونيول او د گوانتانامو بدنومي زندان ته وليږدول شو.

https://p.dw.com/p/DMrL
مورات کورناز
مورات کورنازانځور: AP

سره لدې چې پر » کورناز « باندې لگول شوی تور هيڅکله هم ثبوت نشو او د بوش حکومت په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې لا پوهيدی چې نوموړی بيگناه دی، مورات » کورناز « په گوانتاناموکې له څلورکاله اونهه مياشتوحبس نه وروسته، تيره پنجشنبه ) ٢ / ٦ / ١٣٨٥ ( آزاد شو..
د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې ايمنسټي انټرنيشنل د څليرويشت کلن » کورناز « د آزاديدوهرکلی وکړ، خو په عين وخت کې يې د امريکاله متحده ايالتونوڅخه د گوانتانامو د زندان د تړلو او په ټوله نړۍ کې د امريکايي پټوزندانونوپه هکله د حقيقت ويلو غوښتنه وکړه.


گوانتانامو صرف د غره ښکاريدونکې څوکه
د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې ايمنسټي انټرنيشنل د آلمان د څانگې د امريکا د متحده ايالتونومتخصص فرديناند » موگن تالر « وايي: » کورناز بايد ډيرپخوالا آزادشوی وای. د ) توريزم پرضد جگړې ( ترنوم لاندې د بشر د حقوقو د سيستماتيک ترپښولاندې کولو پای، تراوسه لا نه ليدل کيږي. گوانتانامو صرف د غره د ښکاريدونکې څوکې معنی لري، چې نه ليدل کيدونکې لمنه يې ډيره پراخه ده. «