1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیت المقدس: تر مځکي لاندي د نړۍ لمړنۍ هدیره

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

په بیت المقدس کي د اکتوبر په ۳۰مه تر مځکي لاندي په ۵۰ متره ژوره کي د نړۍ لمړنۍ هدیره پرانیستل کيږي. د یهوادانو په دغه هدیره کي به د ۲۳۰۰۰ څخه تر ۲۴۰۰۰ قبرونو پوري ځای موجود وي.

https://p.dw.com/p/3S9Bj
Deutschland, Berlin:  Jüdischer Friedhof Berlin-Weißensee
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/T. Uhlemann

کله چي په اسراییلو کي تر مځکي لاندي هدیرې د جوړولو مفکوره د لمړي ځل له پاره عامه محضر ته راجع سوه، هیچا دا کار ممکن نه باله او هغه یې د مالي لحاظه تر وس لوړه بلله. خو ۳۵ کاله وروسته دغه «ناممکنه کار»، ممکنه سو. اوس به نو دغه هدیره سبا چهارشنبه (د اکتوبر ۳۰ مه) پسله شپږو کلونو ساختماني کار څخه پرانستل سي. تر مځکي لاندي دغه هدیره د نړۍ په سطح لمړنۍ هدیره ده.

د راتلونکي جمعې په ورځ (د نومبر لمړۍ نېټه) به د هغه ۸۰۰۰ قبرونه د ښخولو له پاره ازاد کړل سي. د دغي هدیرې سازمان ورکونکئ، شاخور وايي، چي «مځکه موږ ته په دې خاطر په اختیار کي راکول سوې ده، چي هغې ته انکشاف ورکړو. قبرونه بیا مړه مځکه ده. ځکه نو موږ باید ډیره لږ مځکه قبرونو ته اختصاص کړو.»

د جرمني برعکس، چي پر عین ځای باندي پسله څو کلونو څخه نور کسان هم ښخوي، خو په یهودیت او اسلام کي یو واري مړي پکښي ښخیږي. دا هم په داسي حال کي ده، چي په اسراییلو کي د کاله په تقریبأ ۴۵۰۰۰ مړو او تر ۲۰۴۸ کال پوري تر اټکل سوي دوه چنده نفوس په دلیل هلته مځکه ورځ په ورځ کمیږي.

KNA/QN/AWA