1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېله يوه خپلواک فلسطيني دولت څخه به اسراييل په نژدې ختيځ کي راتلونکې ونلري

۱۳۸۷ تیر ۴, سه‌شنبه

که سړی وګوري هلته ډيري داسي سيمي دي چي يوازي يهودان استفاده ځني کولای سي او فلسطينيان اجازه نلري

https://p.dw.com/p/EPwZ
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين مايرانځور: AP Graphics/DW

دآلمان حکومت اوس هم دپخوا په شان په نژدې ختيځ کي د يوه فلسطيني، اوداسراييلو دهيواد په تصور باندي ټينګ پاته دی . دبهرنيو چارو وزير شټاين ماير په هغه غونډه کي چي داکسل شپرنګر په نامه د يوې مطبعې لخوا د آلمان اواسراييلو ترمينځ دخبرو اترو لپاره جوړه سوې وه، بياهم پر دې خبري ټينګار وکړی . پداسی حال کي چي که دسيمي نقشې ته نظر واچول سي اودفلسطينيانو سيموته، چي لکه د يوې پيوندي غالۍ په شان دلته هلته پرتې دې وکتل سي نوسړی پوهيږي چي ددې حل لاري لپاره ناوخته سوی دی. ځکه چي هري خوا ته داسراييليانو کلي کورونه اوهستوګنځی پراته دی، همدغه ډول ځني سيمي داسراييلو دحکومت لخوا دطبيعت دساتلو دسيمو په حيث اعلام سوي، اوهلته فلسطينيان دکورونودجوړولو اجازه نلري دغه ډول دسړکونو اولارو شبکې چي ترقبضې لاندي لوېديځ اردن کي عمودي اوافقي پرتې دي او يوازي يهوديان استفاده ځني کولای سي، پداسي ځای کي ديوه فلسطيني دولت دجوړولو لپاره هيڅ ځای نسته.

خوداسي بريښي چي دآلمان حکومت ديوې داسي حل لاري په لټه کي ندی، چي يو رښتينی دوامداره او پر خپلو پښو ولاړ يو فلسطيني هيواد دي مينځ ته راسي ، بلکي دآلمان سياستوال زياتره ددې هيواد د پخواني وخت يعني دنازيانو لخوا ديهودو دوژلو دمسلې رعايت کوي. په ټولو هغو ويناوو کي چي داسراييلو دتاسيس دشپېتمي کليزي په مناسبت وسوې سړی پوهيدلای سي چي آلمان د تاريخي علتونو له کبله ځان داسراييلو په وړاندي پرته دکوم شک څخه مکلف ګڼي اود اسراييلو امنيت د آلمان لپاره ډير مهم دی . شټاين ماير داخبره داسراييلو او دآلمان داتحادي جمهوريت د رغونکو خبرو اترو په غونډه کي تيره اونۍ وکړه. دبهرنيو چارو وزير شټاين ماير وايي: دفلسطينيانو امنيت د اسراييلو د امنيت مانا هم لري . دا خبره سمه ده خوکفايت نکوي ، ځکه چي، د فلسطينيانو لپاره دامنيت تر څنګ خپل راتلونکی هم ډير اهميت لري، دوی غواړي چي پخپله جوړ کړي،له اقتصادي پلوه توان لرونکي او دځان په حاکميت لرونکي هيواد کي ژوند وکړي. که دادعمل جامې وانغوندي، نواسراييل به هم دټولو نښو نښانو سره سره چي د نژدې کيدو اوپخلايني په هکله ليدل کيږي، په داسي نژدې ختيځ کي به ډاډه راتلونکې ونلري. دفلسطينيانو په سيمه، اوپه تيره بيا په غزه کي داسي يو نسل د رالويدو په حال کي دی ، چي د دراتلونکي هيڅ هيلي اواميدونه نلري پدې کي دفلسطيني پوليس هرڅومره چي ښه روزل سوي هم وي کوم بدلون نسي راوستلای. ممکن په برلين کي دنژدې ختيځ دغونډي دجوړېدو هدف ښه وي، خوپدې ډول به دا لانجه حل نسي کړای، او اسراييلوته به هم رښتينې او په دوامداره توګه مرسته ونسي کولای.