1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بېل سوي طالب مشر د بېرته يوځای کېدو وړانديز کړی»

۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان د وسله والو طالبانو دوو غړو محمد غوث او مُلا ګل رحمن سليم ويلي دي چي مُلا عبدالقيوم ذاکر وړانديز کړی چي بېرته د طالبانو سره يوځای سي. مخکي مُلا ذاکر د مُلا منصور له مشر کېدو سره اختلاف کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/1INWf
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د وسله والو طالبانو لوړپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۳۱مه نېټه) ويلي چي يو بېل سوي مشر د بېرته ورسره يوځای کېدو وړانديز کړی دی. ويل سوي چي دغه مشر وړانديز کړی چي د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د کمولو په ترڅ کي مرسته وکړي تر څو طالبانو د افغان حکومت سره د ممکنه خبرو اترو په ترڅ کي قوي دريځ ولري.

دغه مشر چي د طالبانو سره د بېرته يوځای کېدو او د داخلي اختلافاتو د له منځه وړلو په ترڅ کي د کومک کولو وړانديز يې کړی دی، مُلا عبدالقيوم ذاکر بلل سوی دی. مُلا ذاکر چي تر ۲۰۱۴ کال پوري د طالبانو د نظامي کميسيون رئيس ؤ، په هکله يې هغه وخت راپورونه ورکول سول چي د روغتيايي لاملونو له کبله يې استعفی کړې ده. خو طالبانو هغه وخت ويلي ول چي نوموړی لا د رهبرۍ د شورا غړی پاته دی.

کله چي د ملا محمد عمر د مړيني وروسته مُلا اختر منصور د هغه پر ځای د طالبانو مشر وټاکل سو، نو مُلا عبدالقيوم ذاکر له دغه انتخاب سره مخالفت وکړ او له طالبانو څخه بېل سو.

د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د بهرنيو چارو وزير محمد غوث او د رهبرۍ د شورا غړي مُلا ګل رحمن سليم اوس ويلي دي چي مُلا ذاکر د مُلا اختر منصور د بيعت کولو وړانديز کړی دی. دا په داسي حال کي چي مُلا اختر منصور دغه مياشت په يوه اعلاميه کي پر ټولو طالبانو د متحد کېدو ږغ کړی ؤ.