1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېنظير بوټو په يوه چاودنه کي تر سخټ ټپي کېدو وروسته سا ورکړه

۱۳۸۶ دی ۶, پنجشنبه

د راولپنډۍ په ښارکي په يوې چاودني کي شاوخوا شل تنه وژل سوي او ډير نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/DKC4
بېنظير بوټو څو دقيقي د مخه په راولپنډۍ کي خپلو پلويانو ته تر وينا وروسته په يوه چاودنه کي تر ټپي کېدو ورسته سا ورکړه
بېنظير بوټو څو دقيقي د مخه په راولپنډۍ کي خپلو پلويانو ته تر وينا وروسته په يوه چاودنه کي تر ټپي کېدو ورسته سا ورکړهانځور: AP

د اسوشيټت پرس آژانس د عيني شاهدانو له قوله ليکي، چي چاودنه لږ وروسته تر هغي وينا وسه، چي د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوټو په نوموړي ښار کي خپلو راټولو سوو ګوندي غړو ته کوله.

د اسوشيتت پرس يوه خبريال پخپله په لياقت باغ کي د انسانانو تيت سوي غړي ليدلي دي. د پوليسو يوه افسر عبدالکريم په ډاګه کړې، چي بېنظير بوټو د چاودني دمخه تللې وه خو وروستي خبرونه وايي چي بېنظير بوټو هم سخته ټپي سوې ده او روغتون ته د رسېدو سره سم يي ساورکړې ده.

د يو بل خبر د مخه د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف د پلويانو په يوه لاريون کي څلور تنه ويشتل سوي دي.

د نواز شريف ګوند ددې وژونو پړه د مشرف پر پلويانو باندي وراچولې ده.

د مسلم ليګ ګوند داهم ويلي چي په دې حمله کي اوولس تنه نور زخمي سوي دي.

داسي معلوميږي چي د جنورۍ د مياشتي د اتمي نېټې ټاکني به د سختو بريدونو سره مخامخ وي.